د سوئېلي وزيرستان بې كوره شوو كورنيو بېرته ستنېدو آخري پړاؤ پېل شو

اسلام آباد 27 دسمبر (اے پی پی)د سوئېلي وزيرستان بې كوره شوو بېرته تلوونكو كسانو آخري پړاؤ پېل شوې او ډېر زر به دا بشپړ كړې شي۔د نهې په ورځ د سوئېلي وزيرستان اسسټنټ پوليټيكل ايجنټ شعيب خان اے پي پي سره د خبرو په مهال ووئيل د بې كوره شوو كسانو دريم پړاؤ بشپړېدو نه وروستو آخري پړاؤ پیل شوې۔ده ووئېل بېرته تلوونكي د سوئېلي وزيرستان بې كوره شوي …

اسلام آباد 27 دسمبر (اے پی پی)د سوئېلي وزيرستان بې كوره شوو بېرته تلوونكو كسانو آخري پړاؤ پېل شوې او ډېر زر به دا بشپړ كړې شي۔د نهې په ورځ د سوئېلي وزيرستان اسسټنټ پوليټيكل ايجنټ شعيب خان اے پي پي سره د خبرو په مهال ووئيل د بې كوره شوو كسانو دريم پړاؤ بشپړېدو نه وروستو آخري پړاؤ پیل شوې۔ده ووئېل بېرته تلوونكي د سوئېلي وزيرستان بې كوره شوي كسان د پاكستان حكومت لخوا 10 زره روپۍ د كرايه په مد او 25 زره روپۍ نغدې د موبائل سسټم د لارې وركړې كېږي۔ده ووئيل ضرب عضب عملياتو كښې تباه شوي د هر كور مالك له 4 لكه روپۍ او په جزوي توګه ځپلې شوي كور لپاره 1 لك 60 زره روپۍ وركړې كېږي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د ضرب عضب عملياتو له امله ځپلې شوو سيمو كښې د اولس خېرښېګړی په بېلو پروژو كار روان دے