اسلام آباد 27 دسمبر (اے پی پی) داخله وزارت د نېشنل اېكشن پلان عملدرآمد په لړ كښې د ميډيا په ځينو برخو كښې شائع شوي خبرونه په سختۍ سره رد كړې دي ٬ خبر بې بنسټه دے٬ ميډيا بائد د حساسه قامي سلامتيا چارو په لړ كښې د غېر مصدقه موادو اشاعت نه ډډه وكړي۔ د داخله وزارت وياند د نهې په ورځ واضح كړې چې دا ډول كوم راپور …
داخله وزارت د نېشنل اېكشن پلان عملدرآمد په اړه د ميډيا په ځينو برخو كښې شائع شوې خبرونه په سختۍ رد كړه

مزید خبریں
اسلام آباد 27 دسمبر (اے پی پی) داخله وزارت د نېشنل اېكشن پلان عملدرآمد په لړ كښې د ميډيا په ځينو برخو كښې شائع شوي خبرونه په سختۍ سره رد كړې دي ٬ خبر بې بنسټه دے٬ ميډيا بائد د حساسه قامي سلامتيا چارو په لړ كښې د غېر مصدقه موادو اشاعت نه ډډه وكړي۔ د داخله وزارت وياند د نهې په ورځ واضح كړې چې دا ډول كوم راپور خو نه داخله وزارت جاري كړې او نه داخله وزير د دې منظوري وركړې لكه څنګه چې خبر كښې په ناسمه توګه ليكلې شوي۔ وياند په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه د ذريعې تصديق او د اړوندو چاوراكو څخه د حقيقت معلومولو نه غېر د قامي سلامتيا په مهمه معامله بې بنسټه خبر شائع كړې شوې او داخله وزير او وزارت څخه بېخي په ناسمه توګه منسوب كړې شوې دغسې چې غېر مصدقه دستاوېزات معتبر كړې شي۔ وياند ووئيل دا ډول د غېر ذمه واره رپورټنګ څخه نه يوازې خلق ګمراه كېږي بلكې دا د صحافت د اخلاقياتو او اصولو په ضد هم دے۔ وياند په ميډيا زور رواړو چې ميډيا د حساسه قامي سلامتيا چارو په لړ كښې د غېر مصدقه موادو د اشاعت نه ډډھ وكړي او په دې لړ كښې به هر ډول مواد به د داخله وزارت وياند دفتر څخه جاري كولې شي۔









