
اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي﴾ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي دي چې اپوزيشن دې د پانامه ليكس په اړه د خپل منافقت پاليسي پرېږدي٬ په خپله مدعي٬ په خپله تفتيشي او په خپله د منصف كېدو پاليسي قانون سره د ټوقو نه كمه نه ده۔ ده ووئيل چې دا څنګه كېدے شي چې د اپوزيشن د كومو سياسي ګوندونو د مهمو مشرانو نومونه په پانامه ليكس كښې شامل دي