د بدلون دعویٰ كونكي عمران خان سياست كښې يوازې د احتجاج٬دهرنو او غلط بيانۍ سياست له وده وركړې

اسلام آباد 26 دسمبر (اے پی پی)د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئېلي دي چې د بدلون دعویٰ كونكي عمران خان په سياست كښې يوازې د احتجاج ٬ دهرنو او غلط بيانۍ سياست له وده وركړې۔په خپل بيان كښې ده ووئيل چې نن د 2013 ټاكنو درې نيم كاله وشو او پھ دې درې نيم كلونو كښې د عمران خان كه كومه كارنامه د …

اسلام آباد 26 دسمبر (اے پی پی)د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئېلي دي چې د بدلون دعویٰ كونكي عمران خان په سياست كښې يوازې د احتجاج ٬ دهرنو او غلط بيانۍ سياست له وده وركړې۔په خپل بيان كښې ده ووئيل چې نن د 2013 ټاكنو درې نيم كاله وشو او پھ دې درې نيم كلونو كښې د عمران خان كه كومه كارنامه د قام وړاندې وي نو هغه يوازې احتجاج او دهرنا ده۔ده ووئيل چې د كال 2013 نه تراوسه عمران خان او تحريك انصاف ګڼ شمېر ځله هېواد د عدم استحكام سره مخ كولو او د قامي ادارو څخه د خپلې مرضۍ پرېكړو اخستلو لپاره دهرنې او احتجاج كړي۔ده ووئيل چې افسوس د دې امر دې چې د عمران خان دا طرز عمل نن هم روان دې۔وفاقي وزير ووئيل چې د دهرنو او د اسلام آباد بندولو په هڅه كښې د ناكامۍ نه پس عمران خان د احتجاج او دهرنې خبره كولو سره قامي ادارې پھ فشار كښې د راوستلو ناوړه هڅې كوي د دې چې څومره غندنه وشي كمه ده۔