د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار سره د نړيوال بانك صدر جم يونګ كم په ټېليفون خبرې وكړې

اسلام آباد 26 دسمبر (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار سره د نړيوال بانك صدر جم يونګ كم ټېليفوني تماس ونيولو او ده سره ئې د سندھ طاس لوظ نامې پھ اړه د دسمبر پھ 23مه نېټه ليكلې شوې د خزانې وزير خط په اړه خبرې وكړې۔د خزانې وزير په خپل خط كښې د نړيوال بانك صدر سره د سندھ طاس لوظ نامې په اړه د …

اسلام آباد 26 دسمبر (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار سره د نړيوال بانك صدر جم يونګ كم ټېليفوني تماس ونيولو او ده سره ئې د سندھ طاس لوظ نامې پھ اړه د دسمبر پھ 23مه نېټه ليكلې شوې د خزانې وزير خط په اړه خبرې وكړې۔د خزانې وزير په خپل خط كښې د نړيوال بانك صدر سره د سندھ طاس لوظ نامې په اړه د خپلو ذمه وارو ترسره كولو غوښتنه كړې وه ۔نړيوال بانك د سندھ طاس لوظ نامې په اړه د خپلې كاروائۍ بندولو اعلان كړی وو او د هند لخوا په خواست بې طرفه مبصرين په ځاې كول ودرولې شوي وو۔د خزانې وفاقي وزير د نړيوال بانك صدر خبر كړی وو چې د نړيوال بانك پرېكړه د پاكستان په ګټھ او د سندھ طاس لوظ نامې په ضد ده۔