اولس مشر ممنون حسېن ټول قوم ته په هېواد كښې د رحمت باران لپاره د استسقا لمونځ ادا كولو او د خاص دعاګانو كولو خواست وكړو٬ اولس مشر به ﴿نن﴾ په ايوان صدر كښې د ماسپښين د لمونځ نه پس د استسقا لمونځ ادا كوي

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن ټول قوم ته په هېواد كښې د رحمت باران لپاره د استسقا لمونځ ادا كولو او د خاص دعاګانو كولو خواست كړے۔ اولس مشر علما كرامو ته هم وئيلي دي چې هغوي دې په ټول هېواد كښې د استسقا لمونځ ادا كولو اهتمام وكړي او د الله تعالي په حضور كښې دې د رحمت باران لپاره دعا وكړي چې …

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن ټول قوم ته په هېواد كښې د رحمت باران لپاره د استسقا لمونځ ادا كولو او د خاص دعاګانو كولو خواست كړے۔ اولس مشر علما كرامو ته هم وئيلي دي چې هغوي دې په ټول هېواد كښې د استسقا لمونځ ادا كولو اهتمام وكړي او د الله تعالي په حضور كښې دې د رحمت باران لپاره دعا وكړي چې دغسې وچكالي ختمه شي۔ اولس مشر به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې د ماسپښين د لمونځ نه پس د استسقا لمونځ ادا كوي۔ په ټول هېواد كښې د بارانونو د كمي له امله د اوبو پانګې او په زمكه كښې لاندې د اوبو كچه ټيټه شوې او د دې په زرعي څانګو او د اولس په روغتيا هم آغېز كېږي۔