پاکستان او ازبکستان له معاشي او تجارتي دوه اړخيزه مرسته زياتولو او تجارت څخه ګټه پورته كولو ته اړتيا ده

اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد نوازشریف وئيلي دي پاکستان او ازبکستان له معاشي او تجارتي مرستې زياتولو له هڅې او شريك تجارت څخه ګټه پورته كولو ته اړتيا ده۔ ده دا خبرې په وزيراعظم هاٶس كښې د جمعې په ورځ د ازبكستان نائب وزيراعظم اوګبك روزي كولوف سره د ملاقات په مهال وكړې ۔ د ازبکستان د پلاوي د پاكستان راتږ هركلي كولو سره وزیراعظم باور …

اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد نوازشریف وئيلي دي پاکستان او ازبکستان له معاشي او تجارتي مرستې زياتولو له هڅې او شريك تجارت څخه ګټه پورته كولو ته اړتيا ده۔ ده دا خبرې په وزيراعظم هاٶس كښې د جمعې په ورځ د ازبكستان نائب وزيراعظم اوګبك روزي كولوف سره د ملاقات په مهال وكړې ۔ د ازبکستان د پلاوي د پاكستان راتږ هركلي كولو سره وزیراعظم باور څرګند كړو چې دې دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه اړيكې زياتې شي۔ وزیراعظم ووئيل د ازبکستان ښه كلن معاشي پرمختګ او د توان بشپړ وسائل او د پاكستان پراخه صنعتي او زرعي بنياد د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارتي مرسته زياتوولو له يو مثالي چاپېرچل دے۔ وزيراعظم شوكت مرزي يويوف ته د جمهوريه ازبكستان په اولس مشر ټاكلې كېدو مباركي وركړه۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان ازبکستان سره نزدې ٬ د ملګرتيا او د ورورولۍ اړيكې لري او د دواړه هېوادنه په شريك تاريخي٬ مذهبي او كلتوري خپلولو تړلې شوې ۔ ده ووئيل مونږ خپلې دوه اړخيزه اړيكې د شريكې ګټورې مرستې په بنياد نوې بام ته رسول غواړو۔ ده ووئيل پاکستان ازبکستان سره په ټولو څانګو او په خاص توګه معاشي او د انرژۍ په اړه مرسته ٬ رابطې او د بشري وسائلو پرمختګ لپاره اړېكې لا پراخه كول غواړي۔ وزیراعظم ووئيل دواړو هېوادونو له به تجارت٬ سرمايه كاري ٬د څيزونو په آسانه وړلو راوړلو او د سروسز آسانيو له تجارتي پاليسې كښې مناسب اصلاحات كول وي۔ده ووئيل دواړو هېوادونو له به منطقه كښې په خاص توګه د پاك چائنه اكنامك كوريډور له مخې تجارتي اصلاحاتو څخه استفادې له شريكه لائحه خپلول وي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ له به د مشتركه كمېسون بحالۍ او پاکستان ازبکستان جوائنټ بزنس کونسل جوړول وي۔ ده ووئيل پاكستان سي پېك كښې د ازبكستان ګډون او د ګوادر بندر څخه ګټې ته په طمعه دے۔ وزیراعظم د زرعي مشینرۍ په اړه مرستې له د ازبكستان كوټلو وړانديزونو هركلے وكړو د كومو چې دا مهال د تجارت او نېشنل فوډ سېكورټي وزارتونه جاج اخلي۔ د ازبكستان نائب وزیراعظم د خپل او د پلاوي په تود هركلي كولو مننه كولو سره ووئيل بائد دواړه هېوادونه شريكو تجارتي موقعو څخه ګټې پورته كولو له ضروري ګامونه پورته كړي۔د ازبکستان نائب وزیراعظم وزیراعظم محمد نوازشریف ته د اولس مشر لخوا د ازبکستان دورې بلنه هم وركړه كومه چې وزیراعظم قبوله كړه۔