د قامي شناختي كارډونو بيا تصديق كمپائن كښې تر دې دمه 48331 جعلي شناختي كارډونه په ګوته شوي

اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) د نېشنل ډېټا بېس اېنډ رجسټرېشن اتھارټۍ( نادرا) لخوا د قامي شناختي كارډونو د بيا تصديق كمپائن كښې تر دې دمه 48331 جعلي شناختي كارډونه په ګوته كړې شوي چې پكښې 9390 جعلي او شكمن شناختي كارډونه خېبر پښتونخوا ٬ 2820 فاټا٬ 15806 پنجاب٬ 10238 سندھ٬ 8250 بلوچستان ٬ 905 اسلام آباد ٬ 27 ګلګت بلتستان او 795 په آزاد كشمير په ګوته …

اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) د نېشنل ډېټا بېس اېنډ رجسټرېشن اتھارټۍ( نادرا) لخوا د قامي شناختي كارډونو د بيا تصديق كمپائن كښې تر دې دمه 48331 جعلي شناختي كارډونه په ګوته كړې شوي چې پكښې 9390 جعلي او شكمن شناختي كارډونه خېبر پښتونخوا ٬ 2820 فاټا٬ 15806 پنجاب٬ 10238 سندھ٬ 8250 بلوچستان ٬ 905 اسلام آباد ٬ 27 ګلګت بلتستان او 795 په آزاد كشمير په ګوته كړې شوي دي۔د داخله وزارت لخوا د جاري شوو تفصيلاتو له مخې د جعلي شناختي كارډ په جاري كولو كښې د نادرا 18 چارواكي ككړ وو د كومو كېسونه چې اېف آئي اے ته لېږلې شوې دي۔ د نومبر تر وړومبۍ اوونۍ نادرا د تصديق كمپائن په مهال د 95.026 مېليونه شناختي كارډونه بيا تصديق كړې۔ د كمپائن په مهال 3630 خارجيانو خپل شناختي كارډونه پخپله خوښه بېرته جمع كړې دي۔