اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي د حکومتې كوټلو پاليسو په سوب كليو او ښاريو كښې غريبي او بې روزګاري كمه شوې ده ٬ مائيكرو فنانس سېكټر 42 لكه كسانو له روزګار او كاروبار له په آسانو شرطونو قرض وركوي٬ حكومت تر دې دمه د بې نظير انكم سپورټ پروګرام بجټ څلوېښت اربه څخه 117 اربه روپو ته رسولې٬ بي آئي …
د حکومتې پاليسو په سوب كليو او ښاريو كښې غريبي او بې روزګاري كمه شوې

مزید خبریں
اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي د حکومتې كوټلو پاليسو په سوب كليو او ښاريو كښې غريبي او بې روزګاري كمه شوې ده ٬ مائيكرو فنانس سېكټر 42 لكه كسانو له روزګار او كاروبار له په آسانو شرطونو قرض وركوي٬ حكومت تر دې دمه د بې نظير انكم سپورټ پروګرام بجټ څلوېښت اربه څخه 117 اربه روپو ته رسولې٬ بي آئي اېس پي څخه د مستفيد كېدونكو كورنيو شمېره د 30 لكه نه 56 لكه ته رسېدلې ده ۔ د زيارت په ورځ د خزانې وفاقي وزير د پرائم منسټر انټرسټ فري لون سكيم دستورې وېنا كوله۔ په دې موقع د پرائم منسټر يوته لون پروګرام چيئرپرسن لېلیٰ خان، د پي اېم آئي اېف اېل سكيم د سټېئرنګ كمېټۍ چیئرمېن ډاکټر امجد ثاقب، د پي پي اے اېف چیف اېګزېکټو آفسر قاضي عظمت عیسیٰ او د پي اېم آئي اېف اېل سکیم د شراكتي ادارې استازي هم موجود وو۔ د خزانې وزیر ووئيل د وزیر اعظم د سود نه غېر سكيم د لارې 2 لكه 50 زره كسانو له قرض وركول خوشبينه دے ۔ ده ووئيل د هېواد د آبادۍ معاشي حاجتونه يو ډول نه دي٬ د زياتره هېوادونو په مقابل كښې زمونږ د هېواد د معيشت نوعيت ډېر مختلف دے او د آبادۍ د هرې برخې خپل ځانګړې معاشي ضرورتونه دي٬ ده ووئېل زياتره آبادي غريبه او محرومه طبقاتو سره تعلق لري چې ورته د معاشي پرمختګ كمې موقعې نصيب كېږي او ھغوي د خپل كاروبار پېل كولو جوګه نه وي ٬ده ووئېل ھغوې د انكم سپورټ پروګرام څخه خپل حاجتونه ترسره كوي۔ وفاقي وزير ووئيل كومې بې وزله ټولنې چې د مائېكرو فنانس يا د سرمايه كارۍ آسانۍ نه شي ترلاسه كولې ھغوې د دې قرض سكيم څخه ګټه پورته كولې شي ۔ ده ووئيل د دې سكيم د لارې به د 44 ضلعو د 427 يونين كونسلو دوه لكه 50 زره كسانو له قرض وركولې شي چې پكښې 62 فيصده مېرمنې شاملې دي۔ده ووئيل په كال 2014 كښې د سود نه غېر سكيم وزيراعظم پېل كړې ٶ چې په سوب ئې بې وزله كسانو له كاروبار پېل كولو له بجټ كښې 3.5 اربه روپۍ وركړې شوې او په دې لړ كښې پرېكړه شوې چې دا سكيم به د پي پي اے اېف د لارې نافذ كولې شي۔ ده ووئيل دې سكيم ګټه لرې پرتو سيمو په خاص توګه مېرمنو ته رسېدلې كومې چې د كاروبار صلاحيت لري ولې كنونېشنل ته رسنه يا اهليت ئې نه لري٬ ده ووئېل دې سكيم كښې زلمو او خاص كسانو له يو برابر موقع وركولې كېږي۔وفاقي وزير ووئيل وړومبې د سود نه غېر قرض كارولو څخه به دوي خپل كاروبار پېل كړي او نورو مالياتي خدمات ته د رسنې جوګه به شې ٬ وفاقي وزير ووئېل قرض ترلاسه كوٶنكو كښې 50 زره كسان د بي آئي اېس پي مستحق دې كوم چې په كاميابه توګه خپل كاروبار چلوي۔ ده ووئيل د نړيوال بانك په اشتراك د سروے له مخې په كال 02-2001 كښې د غر بت شرح نمو 64.2 فيصده څخه په كال 14-2013 كښې 29.5 فيصده ته راغلې او د خوراك د توان فارمولې له مخې په ياده شوې موده كښې د 34.6 فيصده څخه 9.31 شوې دغسې د بې روزګارۍ شرح هم د 13-2012 كښې د 6.2 فيصده څخه د كال 15-2014 كښې 5.9 فيصده ته راغلې ۔ اسحاق ډار ووئيل د حكومت ترجيح د اولس معاشي بحالي او سوكالي ده اوپه دې لړ كښې د حكومت بې وسه خلقو له مالياتي خدمات خپرول د قدر وړ كارنامه ده له مخې ئې نه يوازې د روزګار او ملازمتونو نوې موقعې پېدا شوې بلكې حكومت لرې پرتو سيمو كښې معاشي هڅو ته وده وركولو له د نوو لارو ټاكنه هم كړې۔









