اسلام آباد 22 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم محمد نوازشریف پنجاب كښې په بلدياتي ټاكنو كښې اكثريت سره په كاميابۍ تر لاسه كولو د مسلم ليګ (ن) كارمندانو ٬ عهدېدارو او مرستيالو له مباركي وركړې ده ۔ د ګوند د كارمندانو د خوارۍ ستائنه كولو سره وزیراعظم ووئيل دا د اولس د مسلم ليګ (ن) په پرمختيائي پاليسو د باور څرګندونه ده۔ ده ووئيل د اولس خدمت له د بلدياتي …
وزیراعظم محمد نوازشریف پنجاب بلدياتي ټاكنو كښې په كاميابۍ تر لاسه كولو د مسلم ليګ (ن) كارمندانو ٬ عهدېدارو او مرستيالو له مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 22 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم محمد نوازشریف پنجاب كښې په بلدياتي ټاكنو كښې اكثريت سره په كاميابۍ تر لاسه كولو د مسلم ليګ (ن) كارمندانو ٬ عهدېدارو او مرستيالو له مباركي وركړې ده ۔ د ګوند د كارمندانو د خوارۍ ستائنه كولو سره وزیراعظم ووئيل دا د اولس د مسلم ليګ (ن) په پرمختيائي پاليسو د باور څرګندونه ده۔ ده ووئيل د اولس خدمت له د بلدياتي ادارو د ټاكلې شويو نمائندګانو ذمه واري زياته ده۔ وزيراعظم ووئيل نوې ټاكلې شوي ميئرز او چيئرمېنان به په ځائي كچ د اولس مسئلې په ښه ډول لرې كړې ۔ ده ووئيل په موثره توګه د بلدياتي نظام نه غېر د نړۍ كوم جمهوريت موثر نشي ثابتېدې ۔ وزیراعظم ووئيل د لوي څښتن په فضل يو قوي او ښه پاكستان له زمونږ اولس زمونږ د پاليسو هركلے كرې۔ وزیراعظم باور څرګند كړو چې ټاكلي شوي نمائندګان به د خپل سياسي تړون نه پرته د اولس خدمت وكړي









