د سناتور اسحق ډار په مشرۍ كښې د فنانس ډويژن د چارو جاج اخستلو مهمه غونډه

اسلام آباد ۔ 22 دسمبر (اے پی پی) د خزانې وزير سناتور اسحق ډار په مشرۍ كښې د فنانس ډويژن چارو جاج اخستلو مهمه غونډه شوې ده چې پكښې د خزانې وفاقي سېكتر ډاكټر وقار مسعود د لويو معاشي اشارو پحقله غونډې ته پرېذنټېشن وركولو كښې ووئيل لوې معاشي اشارې پرله پسې مثبت نمو څرګندوي۔ په دې موقع د سټېټ بانك ګورنر وفاقي وزير د خارجي ترسيلات زر او د …

اسلام آباد ۔ 22 دسمبر (اے پی پی) د خزانې وزير سناتور اسحق ډار په مشرۍ كښې د فنانس ډويژن چارو جاج اخستلو مهمه غونډه شوې ده چې پكښې د خزانې وفاقي سېكتر ډاكټر وقار مسعود د لويو معاشي اشارو پحقله غونډې ته پرېذنټېشن وركولو كښې ووئيل لوې معاشي اشارې پرله پسې مثبت نمو څرګندوي۔ په دې موقع د سټېټ بانك ګورنر وفاقي وزير د خارجي ترسيلات زر او د زرمبادله وضعې نه خبر كړو۔ګورنر د مركزي بانك مجموعي پانګو او اثاثو پشمول په بېلا بېلو هدفونو وفاقي وزير ته بريفنګ وركړو۔ د خزانې وزير د فنانش ډويژن او د مركزي بانك د هلو ځلو ستائنه كولو سره ټينګار وكړو چې هېواد كښې كاروبار آسانولو له ماحول ښه كولو لپاره دې لا ګامونه پورته كړې شي۔ غونډه كښې د خزانې وزارت او مركزي بانك سينئر چارواكي هم موجود وو۔