د وزيراعظم محمد نواز شريف او د هغه د بوسنيا هم منصب ډاكټر ډينس زېوزديك ملاقات

سراجيوو 21 دسمبر (اے پي پي) پاكستان او بوسنيا د تجارت٬ كركيلې٬ ټيكسټائل٬ تعليم او د دفاع په اړه د دوه اړخيزه مرستې لا مستحكمولو ته سلا شوي دي۔ دا سلا د شورو په ورځ په سراجيوو كښې د وزيراعظم محمد نواز شريف او د هغه د بوسنيا هم منصب ډاكټر ډينس زېوزديك ترمېنځه يو په يو ملاقات په مهال راغلې ده۔ ملاقات كښې وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل پاكستان …

سراجيوو 21 دسمبر (اے پي پي) پاكستان او بوسنيا د تجارت٬ كركيلې٬ ټيكسټائل٬ تعليم او د دفاع په اړه د دوه اړخيزه مرستې لا مستحكمولو ته سلا شوي دي۔ دا سلا د شورو په ورځ په سراجيوو كښې د وزيراعظم محمد نواز شريف او د هغه د بوسنيا هم منصب ډاكټر ډينس زېوزديك ترمېنځه يو په يو ملاقات په مهال راغلې ده۔ ملاقات كښې وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل پاكستان بوسنيا سره اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او د بوسنيا لخوا د تجارت٬ دفاع او كلتور په څانګو كښې د شريكو پروژو به هركلې وكړي۔ د بوسنيا وزيراعظم ډاكټر ډينس زېوزديك ووئيل د پاكستان او بوسنيا ترمېنځه د تعليمي او كلتوري رابطو زياتولو سره د دواړو هېوادونو د پبلك سېكټر ادارو ترمېنځه مرسته زيا تېدې شي۔ وزيراعظم محمد نواز شريف د دواړو هېوادونو ترمېنځه په نړيواله او د ملګرو ملتونو په كچه اوسنې مرسته وستائيله۔ ده د دواړو هېوادونو د پارلمانونو او اولس ترمېنځه د روابطو په زياتولو ټينګار وكړو۔ د دې نه پس دواړو مشرانو د پلاويو په كچه د خبرو اترو مشري وكړه۔ په دې موقع د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي او په بوسنيا كښې د پاكستان سفير لېفټېننټ جنرال ﴿ر﴾ سليم نواز هم موجود وو۔