سراجیوو 21 دسمبر (اے پي پي) پاکستان او بوسنیا په نوو بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې لپاره د عزم څرګندونې سره د توان پېداوار ، تجارت، کاروبار او سرمایه کارۍ په اړه مرسته لا زياتولو ته صلاح شوي دي ۔ د شورو په ورځ د وزیراعظم محمد نواز شریف او د بوسنیا خپل همڅنګ ډاكټر ډینس زیوزډك سره د پارلمان په ودانۍ كښې خاص او د پلاويو په كچ …
پاکستان او بوسنیا د توان پېداوار ، تجارت، کاروبار او سرمایه کارۍ په اړه مرسته لا زياتولو ته صلاح شول

مزید خبریں
سراجیوو 21 دسمبر (اے پي پي) پاکستان او بوسنیا په نوو بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې لپاره د عزم څرګندونې سره د توان پېداوار ، تجارت، کاروبار او سرمایه کارۍ په اړه مرسته لا زياتولو ته صلاح شوي دي ۔ د شورو په ورځ د وزیراعظم محمد نواز شریف او د بوسنیا خپل همڅنګ ډاكټر ډینس زیوزډك سره د پارلمان په ودانۍ كښې خاص او د پلاويو په كچ د خبرو اترو په پائې كښې د ګډې خبري كنفرنس ته د وېنا په مهال خپلې خبرې ګتورې او تفصيلي ګرځولو سره ووئيل د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خبرو سره سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو په نوعيت هم د خيالاتو څرګندونه شوې ده ۔ په دې خبره سلا راغلې چې تجارت او سرمايه كاري به لا زياتولې شي او د كاروبار په حقله به په ګده همكارۍ له ګامونه پورته كولې شي۔ وزیراعظم نواز شریف ووئيل مونږ د هائيډل او سكرو څخه د برېښنا پېداوار پشمول د برېښنا په اړه مرسته خبرې كړې۔ د بوسنیا وزیراعظم ووئيل دواړه هېوادونه په دې صلاح شوي چې په بېلا بېلو څانګو كښې د كار استعداد په ګوته كولو له دې د ګډې يو كمېسون جوړ كړې شي۔ ده د پاكستان بزنس مېن او انټر پرېنيورز پلاوي سره په خبرو هم د اطمينان څرګندونه كړې۔ده د پاكستان او بوسنيا ترمېنځه د تېرو 25 كالو د مرستې ستائنه كولو سره د پاكستان كروندګرو له اپرېل كښې په كېدونكي نندارتون كښې د ګډون كولو بلنه وركړه او هيله ئې څرګنده كړه چې په دې نندارتون كښې ګډون كولو سره به د دواړو هېوادونو كركيلې سره تړون لرونكې د يو بل د تجربو څخه ګټه پورته كړې۔ وزیراعظم نواز شریف ووئيل د توان پېداوار ، تجارت، کاروبار ٬ سرمایه کارۍ كلتور او د تعليم په اړه دوه اړخيزه مرسته لا زياتولو ته زمونږ صلاح راغلې ده۔









