اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي) د داسو بند څخه به 5400 مېګاواټ برېښنا پېدا شي۔ راډيو پاكستان د واپډا په چارواكو په اړه وئيلي دي چې وفاقي حكومت د داسو بند جوړولو لپاره د زمكې ترلاسه كولو عمل ګړندے كړے۔ وفاقي حكومت دې پروژې او د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرامونو لپاره د 42 اربه روپو منظوري وركړې ده۔ د داسو پروژې لپاره نړيوال بانك او چين خوښي څرګنده …
د داسو بند څخه به 5400 مېګاواټ برېښنا پېدا شي

مزید خبریں
اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي) د داسو بند څخه به 5400 مېګاواټ برېښنا پېدا شي۔ راډيو پاكستان د واپډا په چارواكو په اړه وئيلي دي چې وفاقي حكومت د داسو بند جوړولو لپاره د زمكې ترلاسه كولو عمل ګړندے كړے۔ وفاقي حكومت دې پروژې او د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرامونو لپاره د 42 اربه روپو منظوري وركړې ده۔ د داسو پروژې لپاره نړيوال بانك او چين خوښي څرګنده كړې۔ د چارواكو له مخې د بند جوړېدو سره 5 زره 4 سوه مېګاواټه برېښنا پېدا شي۔ له بلې خوا د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰي پروېز خټك وئيلي دي چې اته لكه زمكه كر لپاره تيارولو لپاره به په صوبه كښې نور وړوكي بندونه جوړولې شي۔ ده ووئيل چې تر اوسه 16 وړوكي بندونه جوړ كړې شوي دي او په 18 بندونو كار روان دے۔









