د پي ټي ډي سي ٬ پاکستان رېلویز او د هېومن رائټس ډويژن په مرسته به د 22م دسمبر څخه “همېشه سلامت رهے پاكستان ټړېن” رېل ګاډې چلولې شي۔ خواجه سعد رفيق

اسلام آباد 20 دسمبر(اے پي پي)د پاکستان ټورازم ډوېلپمنټ کارپورېشن (پي ټي ډي سي) پاکستان رېلویز او هیومن رائټس ډویژن په مرسته به د 22م دسمبر څخه "همېشه رهے سلامت پاكستان ټرېن" چلولې شي٬ د رېل ګاډي چلولو مقصد د پاكستان د اولس ترمېنځه مذهبي همغږي رامخې ته كولو سره سره د قائد اعظم محمد علي جناح د زېږدنې ورځ لمانځل هم دي۔ د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق …

اسلام آباد 20 دسمبر(اے پي پي)د پاکستان ټورازم ډوېلپمنټ کارپورېشن (پي ټي ډي سي) پاکستان رېلویز او هیومن رائټس ډویژن په مرسته به د 22م دسمبر څخه “همېشه رهے سلامت پاكستان ټرېن” چلولې شي٬ د رېل ګاډي چلولو مقصد د پاكستان د اولس ترمېنځه مذهبي همغږي رامخې ته كولو سره سره د قائد اعظم محمد علي جناح د زېږدنې ورځ لمانځل هم دي۔ د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق به د رېل پرانسته كوي۔ پېنډۍ څخه مزل پېل كوٶنكې رېل به د پېښور د لارې په 31 دسمبر كراچۍ ته رسي۔ په ټرېن كښې د سېلګرۍ ډبۍ د پاكستان ټورازم كارپوېشن جوړې كړې دي او ورسره ورسره د هېومن رائټس ډويژن ډبۍ به هم ملګرې وي۔ د سره د څلورو واړو صوبو ګلګت بلتستان او آزاد كشمير ډبۍ به هم د رېل ګاډي برخه وي۔