د ایبټ آباد پېښې نه لوئ زيان د پاکستان آزادۍ او خپلواكۍ ته نه دې پېښ

اسلام آباد 20 دسمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وزیر چوهدری نثار علی خان وئيلي دي د ایبټ آباد پېښې نه لوئ زيان د پاکستان آزادۍ او خپلواكۍ ته بل نه دې پېښ شوے، وزیراعظم څخه به د راپور عام کولو غوښتنه كوم، د چا د مور نامه چې په پاناما لیکس كښی شته، څوك چې سرے محل،د دبئۍ محلونه، د فرانس دولت، د هيرو هار په کرپشن كښې …

اسلام آباد 20 دسمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وزیر چوهدری نثار علی خان وئيلي دي د ایبټ آباد پېښې نه لوئ زيان د پاکستان آزادۍ او خپلواكۍ ته بل نه دې پېښ شوے، وزیراعظم څخه به د راپور عام کولو غوښتنه كوم، د چا د مور نامه چې په پاناما لیکس كښی شته، څوك چې سرے محل،د دبئۍ محلونه، د فرانس دولت، د هيرو هار په کرپشن كښې ككړ او سوئس کېسونو كښې سزا وار دي هغوي هم د کرپشن په ضد د كمپائن چلولو اعلان کوي، زرداری پھ خپل سياسي ژوند كښې د بډو په ضد هيڅ هم نه دې وئيلي، يو ایماندار آئی جی پھ زور په رخصتۍ لېږلې شوي ، پخواني جكومت كښې د اربونو روپو په منی لانډرنګ كښې حکومتي غړي شامل وو، د هغوي پھ وينا د پلټنو ریکارډ هم ضائع کړے شوے۔ د نهې پھ ورځ پولیس لائنز هيډ کوارټرز كښې د ریپډ رسپانس فورس پاسنګ آؤټ پریډ ته خطاب او دې نه پس ميډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل پاس آؤټ شوو لپاره نن د خوشحالۍ موقع ده او دې نه زيات د دوي كورنيو لپاره د خوشحالۍ خبره ده چې د هغوي ځوانان په پولیس كښې شاملېږي او د وګړو د مال او ځان تحفظ فریضه به ترسره كوي۔ ده ووئيل زه پاس آؤټ شوو ځوانانو او د هغوي كورنيو له مبارکي وركوم۔ داخله وزير ووئيل د خوشحالۍ سره سره دا د خپل عزم د پخلي موقع هم ده۔ ده ووئيل پاس آؤټ ځوانان دې د خپلې درېشۍ او د خپل عزت او احترام هم خيال وساتي۔ ده ووئيل هيواد د دې ځوانانو پھ اوږدو يوه لويه ذمه واري اچولې او دغه ځوانان به دا ذمه وارۍ تر سره كوي او دې څخه به سرغړونه نه كوي۔ ده ووئيل زه پھ دې ډير خوشحاله يم چې په درې نيمو كلونو كښې چې پولیس كښې كومې بهرتي شوي هغه پھ سپيځلې دول شوي۔ ده ووئيل نن چې كوم ځوانان پاس آؤټ كېږي هغه هم پھ ميرټ راغلې او د خپل اهليت پھ بنياد منتخب شوي او دا د كوم حکومت نه بلكه د هيواد ملازمان دي، ځكه به د هيواد او اولس سره خپله وفاداری ترسره كوي۔ ده پاس آؤټ شوو ځوانانو باندې زور راوړو چې د خپلو افسرانو ټول قانونی امر مني او د قانون پاسدارۍ وكړي۔ ده ووئيل پولیس كښې ښھ والې راغلې خو د لا ښه والې ځائ شته۔ ده ووئيل د وړاندې په نسبت جرمونه كم شوي او د امن وضعه تر ډيره حده ښھ شوي خو مونږ له به نور كار كول وي۔ ده ووئيل وړاندې به هيواد كښې هره ورځ چاؤدنې كيدې حکومت هيڅ هم نه كول يواځې خبرې به كيدې۔ ده ووئيل د ریپډ رسپانس فورس ترمخه 409 ځوانانو له د ترهه ګرۍ پھ ضد جنګ كښې تربيه وركړې شوي۔ د 447 كسانو دويمه ډله به هم ډيره زر تياره كړې شي ۔ده ووئيل كه خزانه زما پھ لاس كښې وې نو تاسو لپاره به زيات مراعات اعلان كړې شوي وو ځكه چې ما ته د پوليس ځوانانو خوارۍ معلومه ده۔ ده ووئيل پولیس پھ مړانه د ترهه ګرو مقابله كړي ، شهيدو پولیس او د غازیانو قربانیو ته پيرزوئنې وړاندې كوم۔ ده پھ پاس آؤټ شوو ځوانانو زور راوړو چې پھ ښھ ډول خپله وظيفه ترسره كړي او اولس له انصاف وركولو له بې غوري ونه كړي۔ ده پھ ځوانانو زور راوړو چې د حرام څخه خپل ځان وساتي او حلال ولټوي ځكه چې نیك نیتۍ او حلال رزق كښې سكون دے۔ ده د ریپډ رسپانس فورس په ځوانانو زور راوړو چې پھ ښھ ډول خپل کنټرول قائم کړي دغسې چې كوم ترهه ګر هيواد ته داخل نه شي۔ ميډيا سره خپلو خبرو كښې كورنيو چارو وزير ووئيل پخوا به په غیر ملکی هوټل او په كچهرو بريدونه كيدل خو حکومت به د هيڅ ډول ردعمل څرګندونه نه كوله۔ ده ووئيل زما پھ خواست پخواني سر لښكر انټرنل سیکورټی ډیوټی لپاره ټول هيواد كښې 34 زره ځوانان تعینات کړي وو او اوس هم 10 زره ځوانان تعينات دي ، هغه به هم ریلیز کړې شي او د هغوي پھ ځائې به ریپډ رسپانس فورس ذمه وارۍ سنبھال كړي۔ د کوئټې پېښې نه پس د ځينې سياسي ګوندونو د اړخه د فشار په حقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په ما هيڅ ډول فشار نشته، پھ كومه ورځ چې په ما د ضمیر فشار راغلو نو هغه ورځ به زه فشار محسوسوم۔ د كورنيو چارو وزير په کانوائے كښې د امریکې ګاړو داخليدو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل زما نه كومه کانوائے وي او نه کومه ډله ، زه هم داسې روان وم او په دې مهال ما کانوائے وليدله كومې چې د رولز خلاف ورزی کوي ۔ ده ووئيل دا د يو څلور پنځه ګاړو قافله وه ۔ ده ووئيل څوك چې هم د رولز خلاف ورزی کوي په ضد به ئې کارروائی كېږي۔ د پېښې پھ اړه اړوند سفارت ته به چيټۍ لېږلې شي۔ د ډپلومیټس لپاره قوانین كښې ګنجائش وي خو د رولز په خلاف ورزۍ به هغوي ته ډپلومیټك کور ترلاسه نه وي۔ د ایبټ آباد کمېشن راپور رامخې ته كيدو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د ایبټ آباد پېښې نه پس اپوزیشن د پارلیمان شريكه غونډه رابللې وه۔ حکومت څه كول نه غوښتل ، د اپوزیشن په غوښتنه کمېشن جوړ شوے ؤ۔ زمونږ خپلواكي او آزادی چیلنج کړې شوي او يو كس ئې وړلې ؤ۔ ده ووئيل د ایبټ آباد پېښې نه لوئ زيان د پاکستان آزادۍ او خپلواكۍ ته نه دې رسېدلې، وزیراعظم څخه به د راپور عام کولو غوښتنه كوم۔ د پیپلز ګوند لارښودو د بیانونو پھ اړه ده ووئيل څوك چې په يو نوي ډول اردو ژبه وائي او چا ته چې د كا، كے ٬كی او مذکر او مونث فرق اندازه نه وي هغه بې ځايه چغي وهي شاید د هغه پھ غوږونو كښې دا چا اچولې وي ۔ ده ووئيل كه هغه د عمران خان په طرز سياست كوي نو د هغه چپه كيدونكې بيړۍ به غاړې ته ونه ورسي ۔ ده ووئيل څوك چې پاناما پاناما کوي ، د هغه د مور نامه هم پاناما لیکس كښې شته او نورو ته ګوتې نيسې۔ بايد هغوي هم ستره محكمه كښې خپله صفائی وكړي ځكه چې هغه په چا تورونه لګوي هغه عدالت ته تللي دي۔ ده ووئيل سیاست كښی د کرپشن په اړه هغوي يو ځانله کردار لري، هغوي لا هم خبري كوي۔ ولي هغوي د سرے محل، دبئۍ محلونو، د فرانس دولت، 60 ملیونه ډالره کېس، د هيرو د هار قصه هيره كړه او ولي هغوي سوئس کیسز كښې سزا وار نه دي۔ ده ووئيل نن هغوي هم د کرپشن په ضد د كمپائن چلولو خبره كوي ۔ ده ووئيل زرداری پھ خپل سياسي ژوند كښې د کرپشن په ضد هيڅ هم نه دې وئيلي، يو ایماندار آئی جی پھ زبردستۍ په رخصتۍ لېږلې شوي ، پخواني دور كښې د اربونو روپو منی لانډرنګ كښې حکومتي وګړي ككړ وو، د هغوي پھ وينا د پلټنو ریکارډ هم ضائع کړې شوې، وفاقي وزير ووئېل د پیپلز ګوند د کرپشن په ضد كمپائن چلولو اعلان داسې دے لكه چې بی جے پی د مسلمانانو د حقونو لپاره د كمپائن چلولو اعلان وكړي ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل وزارت داخله د احتساب كولو ادارہ نه ده ، د احتساب لپاره نیب شته ۔ ډاکټر عاصم ونيولې شو نو ما وئيلي وو چې احتساب کول د رینجرز کار نه دے ، دې نه پس ډاکټر عاصم نیب ته سپارلې شوې ؤ ، ایف آئی اے د نیب په سپارښتنه خپل فیډ بیك اخلي ۔ مونږ به د نيب سره مرسته كوو۔دې نه وړاندې د كورنيو چارو وزير د پريډ څارنه وكړه۔ د كورنيو چارو وزير ته د ریپډ رسپانس فورس يوې چټك ډلې سلامي وركړه۔