اوسني حکومت كښې د ریلوے خساره ډيره كمه شوې۔ وفاقی وزیر خواجه سعد رفیق

اسلام آباد 20 دسمبر(اے پی پی) د ريلوے وفاقی وزیر خواجه سعد رفیق وئيلي دي اوسني حکومت كښې د ريلوے خساره ډيره كمه شوې ده ٬ په راروانو دوه درې كلونو كښې به دا خساره نوره هم كمه شي ٬ د ریلوے کارکردګي ښھ كېږي ٬ د جیکب آباد۔ سبی٬ کوئټه ریلوے لائن به اپ ګريډ كولې شي ٬ د کوئټې تفتان ریلوے لائن لپاره اربونو ډالرو ته اړتيا ده …

اسلام آباد 20 دسمبر(اے پی پی) د ريلوے وفاقی وزیر خواجه سعد رفیق وئيلي دي اوسني حکومت كښې د ريلوے خساره ډيره كمه شوې ده ٬ په راروانو دوه درې كلونو كښې به دا خساره نوره هم كمه شي ٬ د ریلوے کارکردګي ښھ كېږي ٬ د جیکب آباد۔ سبی٬ کوئټه ریلوے لائن به اپ ګريډ كولې شي ٬ د کوئټې تفتان ریلوے لائن لپاره اربونو ډالرو ته اړتيا ده ٬ اېم ايل ون ‘ اېم ایل ټو او اېم ایل تھری پراجیکټس به په ترجیحی بنیادونو بشړولې شي۔ د نهې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتور طلحه محمود ٬ سردار اعظم موسیٰ خیل‘ ډاکټر جهانزیب جمالدینی د پوښتنو په ځواب وفاقی وزیر خواجه سعد رفیق ووئيل 16-2015 كښې د پاکستان ریلوے خسارہ 26 اربه 99 کروړه 30 لکھ روپۍ وه۔ 14-2013 كښې دغه خساره 32 اربه 52 کروړه 70 لکھ روپۍ وه۔ ده ووئيل د پنشن او تنخاګانو زياتوالې سره مالی بوج زيات شوے۔ ده ووئيل راروانو درې كلونو كښې به دا خساره نوره هم كمه شي۔ده ووئيل د سی پیك ترمخه د مرکزی کوریډور اېم ایل ون موجودہ ټریك به ښه کولې شي