كال 2015-16 كښې د اطلاعات وزارت د سورې لاندې ادارو 32 منصوبو له 390 اربه روپو څخه زياتې بېلې كړې شوې۔ د مریم اورنګزېب

اسلام آباد 20 دسمبر(اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مریم اورنګزېب وئيلي دې كال 2015-16 كښې د اطلاعات وزارت د سوري لاندې ادارو 32 منصوبو له 390 اربه روپو څخه زياتې بېلې كړې شوې دي۔د نهې په ورځ سېنېټ كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتورانو طلحه محمود‘ اعظم موسیٰ خېل‘ ډاکټر جهانزېب جمالدیني د پوښتنو په ځواب مريم اورنګزېب ووئيل كال 2015-16 كښې د اطلاعات …

اسلام آباد 20 دسمبر(اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مریم اورنګزېب وئيلي دې كال 2015-16 كښې د اطلاعات وزارت د سوري لاندې ادارو 32 منصوبو له 390 اربه روپو څخه زياتې بېلې كړې شوې دي۔د نهې په ورځ سېنېټ كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتورانو طلحه محمود‘ اعظم موسیٰ خېل‘ ډاکټر جهانزېب جمالدیني د پوښتنو په ځواب مريم اورنګزېب ووئيل كال 2015-16 كښې د اطلاعات وزارت د سورې لاندې ادارو 32 منصوبو له 390 اربه 90 كروړه روپۍ بېلې كړې شوې۔ په دې موده كښې د پي اېس ډي پي له مخې تر ټولو زياتې منصوبې بلوچستان له وركړې شوې او بېلو كړو روپو كښې تر اوسه 304 كروړه 53 لكه روپۍ جاري كړې شوې دي