اسلام آباد 20 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د نهې په ورځ په درې ورځنې دوره بوسنيا ته لاړو۔ هغه د دسمبر د 21مې نېټې نه د دسمبر تر 22مه نېټه د بوسنيا د وزيرانو د كونسل چيئرمېن ﴿وزيراعظم﴾ ډاكټر ډېنس زېوېودوك په بلنه دا دوره كوي۔ بېګم كلثوم نواز او د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي هم وزيراعظم سره دي۔ وزيراعظم محمد نواز …
وزيراعظم محمد نواز شريف په درې ورځنې دوره بوسنيا ته لاړو

مزید خبریں
اسلام آباد 20 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د نهې په ورځ په درې ورځنې دوره بوسنيا ته لاړو۔ هغه د دسمبر د 21مې نېټې نه د دسمبر تر 22مه نېټه د بوسنيا د وزيرانو د كونسل چيئرمېن ﴿وزيراعظم﴾ ډاكټر ډېنس زېوېودوك په بلنه دا دوره كوي۔ بېګم كلثوم نواز او د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي هم وزيراعظم سره دي۔ وزيراعظم محمد نواز شريف به خپل هم منصب سره يو په يو ملاقات كوي چې پكښې به د شريكې خوښې په دوه اړخيزه٬ سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرې كېږي۔ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د دواړو هېوادونو ترمېنځه به د پلاويو په كچه هم خبرې اترې كېږي۔ دواړه هېوادونه به د سياسي٬ تجارتي او اقتصادي اړيكو٬ بين الپارلماني رابطو ٬ كلتوري او تعليمي رابطو ودې ته خاص پام لرنه كولو سره د پراخا شريكو اړيكو جاج ا خلي۔ وزيراعظم نواز شريف به د بوسنيا د پرېذيډنسي غړو نه علاوه د پارلماني اسمبلۍ د دواړو ايوانونو مشرانو او غړو سره هم ملاقات كوي۔ وزيراعظم به د بوسنيا هرزيګووينا بزنس فورم ته وېنا كوي او د فارن ټرېډ چېمبر اېنډ فارن انوېسټمنټ پروموشن اېجنسې غړو سره به هم ملاقات كوي۔









