وزيراعظم محمد نواز شريف به د دسمبر د 20مې نېټې نه تر 22مې د بوسنيا هرزېګوينا دوره كوي

اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف به د دسمبر د 20مې نېټې نه تر 22مې د بوسنيا هرزېګوينا دوره كوي د كومې بلنه چې د بوسنيا د وزيرانو كونسل چيئرمېن ﴿وزيراعظم﴾ ډاكټر ډينس زيوېدونك وركړې ده ۔ وزيراعظم محمد نواز شريف به خپل هم منصب سره يو په يو ملاقات كوي چې پكښې به د شريكې خوښې په دوه اړخيزه٬ سيمه ايزو او نړيوالو چارو …

اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف به د دسمبر د 20مې نېټې نه تر 22مې د بوسنيا هرزېګوينا دوره كوي د كومې بلنه چې د بوسنيا د وزيرانو كونسل چيئرمېن ﴿وزيراعظم﴾ ډاكټر ډينس زيوېدونك وركړې ده ۔ وزيراعظم محمد نواز شريف به خپل هم منصب سره يو په يو ملاقات كوي چې پكښې به د شريكې خوښې په دوه اړخيزه٬ سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرې كېږي۔ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د دواړو هېوادونو ترمېنځه به د پلاويو په كچه هم خبرې اترې كېږي۔ دواړه هېوادونه به د سياسي٬ تجارتي او اقتصادي اړيكو٬ بين الپارلماني رابطو ٬ كلتوري او تعليمي رابطو ودې ته خاص پام لرنه كولو سره د پراخا شريكو اړيكو جاج ا خلي۔ وزيراعظم نواز شريف به د بوسنيا د پرېذيډنسي غړو نه علاوه د پارلماني اسمبلۍ د دواړو ايوانونو مشرانو او غړو سره هم ملاقات كوي۔ وزيراعظم به د بوسنيا هرزيګووينا بزنس فورم ته وېنا كوي او د فارن ټرېډ چېمبر اېنډ فارن انوېسټمنټ پروموشن اېجنسې غړو سره به هم ملاقات كوي