د اېسوسي اېټېډ پرېس آف پاكستان او پنجاب براډ كاسټرز كلب يو بل ته د خبرونو او عكسونو لېږلو لوظنامې لاس ليك كولو دستوره ۔ د اېم ډي اے پي پي مسعود احمد ملك د دستورې په مهال خبرې لاهور۔17 دسمبر(اے پی پی ) د اېسوسي اېټېډ پرېس آف پاكستان او پنجاب براډ كاسټرز كلب يو بل ته د خبرونو او عكسونو لېږلو لوظنامې لاس ليك كولو دستوره تېره ورځ …

مزید خبریں
د اېسوسي اېټېډ پرېس آف پاكستان او پنجاب براډ كاسټرز كلب يو بل ته د خبرونو او عكسونو لېږلو لوظنامې لاس ليك كولو دستوره ۔ د اېم ډي اے پي پي مسعود احمد ملك د دستورې په مهال خبرې
لاهور۔17 دسمبر(اے پی پی ) د اېسوسي اېټېډ پرېس آف پاكستان او پنجاب براډ كاسټرز كلب يو بل ته د خبرونو او عكسونو لېږلو لوظنامې لاس ليك كولو دستوره تېره ورځ د پنجاب براډ كاسټرز كلب په سېكرټرېټ كښې وشوه۔ د اے پي پي اېم ډي مسعود ملك او د پنجاب براډ كاسټرز كلب صدر حضر حيات وټو لوظنامه لاس ليك كړه۔ دستورې ته خپل خطاب كښې د اے پي پي اېم ډي مسعود احمد ملك ووئيل اے پي پي د پاكستان يو قامي صحافتي اداره ده كومه چې پرنټ ميډيا ته خپل خبرونه وركوي۔ په موجوده دور كښې د ميډيا ضرورتونه نوو غوښتنلو سره يو برابر كولو او دا په پروپشنل ډول چلولو له په كال 2007 كښې ويډيو نيوز سروس پېل كړې شوې۔ په دې مهال اېم ډي د ددې دستورې په راجوړولو د پنجاب براډکاسټرز اېسوسی اېشن مننه وكړه۔ مسعود ملك ووئيل پاكستان كښې وخت تېرېدو سره جمهوريت مستحكم كېږي چې ورسره جمهوري ادارې هم مضبوطېږي او دغه سوب دے چې د هېواد پرمختګ منصوبو سره د سوكالۍ او استحكام په پروژو هم كار روان دے۔ د سي پېك په اړه اېم ډي اے پي پي ووئيل دا منصوبه به د پاكستان تقدير بدل كړي۔ مسعود ملک ووئيل د لوډ شېډنګ په اړه په ټي وي چېنلو پروګرامونه كيږي۔ په دې كښې په حكومت ټكونه كولې شي حاجت دے خبرې ته دې چې د دې مسئلې حل كولو له چې حكوممت كومې پروژې او پروګرامونه پېل كړي دي هغه دې هم اولس ته و ښودلې شي۔ ده ووئيل د وېډيو نيوز سروس د لارې به د پنجاب براډ کاسټرز کلب 14 غړو ټي وي چېنلو ته د ايوان صدر ٬ ايوان وزيراعظم ٬ سفارت خانو او د پارلمان په شمول د نورو سركاري دستورو لائيو كورېج ٬ مركې ٬ ډاكومنټريز او كلين فيډ وركولې شي۔ دې سره به د نجي ټي وي چېنلو بزنس لا وده ومومي۔









