اسلام آباد 16 دسمبر (اے پي پي) د وزیراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاکټر آصف کرماني وئيلي دې 16 دسمبر د پاکستان د تاریخ سخته ورځ ده ٬ وړومبې په كال 1971 كښې پاكستان دوه ټوټې شو او بيا دوه كاله وراندې د اے پي اېس پېښور پېښې رامخې ته شوه چې پكښې ترهه ګرو د سكول بې ګناه ماشومان شهيدان كړه چې ورسره نه يوازې د ماشومانو كورنۍ …
16 دسمبر د پاکستان د تاریخ سخته ورځ ده ٬ وړومبې په كال 1971 كښې پاكستان دوه ټوټې شو او بيا دوه كاله وراندې د اے پي اېس پېښور پېښې رامخې ته شوه۔ د ډاکټر آصف کرماني

مزید خبریں
اسلام آباد 16 دسمبر (اے پي پي) د وزیراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاکټر آصف کرماني وئيلي دې 16 دسمبر د پاکستان د تاریخ سخته ورځ ده ٬ وړومبې په كال 1971 كښې پاكستان دوه ټوټې شو او بيا دوه كاله وراندې د اے پي اېس پېښور پېښې رامخې ته شوه چې پكښې ترهه ګرو د سكول بې ګناه ماشومان شهيدان كړه چې ورسره نه يوازې د ماشومانو كورنۍ بلكې د ټول پاكستان اولس ته دړد رسېدلې٬ نننۍ ورځ ټول قام عزم كوي چې د ترهه ګرو تر بشپړه خاتمه به په كلاره نه كېښنو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اسلام آباد مېټرو پولېتن كارپورېشن تر سېوري لاندې د اے پي اېس پېښور شهيدانو په ياد كښې قرآن خوانۍ او د دعا دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه ۔ده ووئيل دوه كاله تېر شول خو اوس هم قام غمژن دے٬ دا ډېره لويه پېښه وه چې پرې قام سره سره وزيراعظم ته هم دړد رسېدلې ٶ او دې پېښې ټول قام يو موټې كړې۔ ده ووئيل د وزیراعظم په امر ضرب عضب عمليات پېل شوي چې په نتيجه كښې ئې پاكستان څخه د ترهه ګرۍ د لعنت خاتمه شوې۔ ده ووئيل ځپليو كورنيو ته باور وركوٶ چې ټول قام ستاسو په غم كښې برابر شريك دے۔ دې څخه ورتاندې د پېښې شهيدانو لوړو درجو لپاره فاتحه خواني وشوه او د آزاد كشمير د قانون ساز اسمبلی غړي پیر سید علي رضا بخاري دعا وكړه۔ په دې موقع د اسلام آباد ميئر شېخ انصر عزیز او دوهم میئر سید ذیشان نقوي هم وېنا وكړه









