د پی آئی اے پېښې د ټولو مړو شناخت شوے

اسلام آباد 16 دسمبر (اے پی پی) د كيډ دوهم وزير ډاکټر طارق فضل چوهدری وئيلي دي د پی آئی اے پېښې د ټولو مړو شناخت شوے دے او ټول مړي وارثانو ته سپارلې شوي۔ د جمعې پھ ورځ مړي خپلو وارثانو ته هم وسپارلې شوي ٬ د غیر ملکی مسافرو شناخت هم شوې چې پكښې د يو تعلق د چين او د دوو كسانو تعلق د آسټريا څخه وو …

اسلام آباد 16 دسمبر (اے پی پی) د كيډ دوهم وزير ډاکټر طارق فضل چوهدری وئيلي دي د پی آئی اے پېښې د ټولو مړو شناخت شوے دے او ټول مړي وارثانو ته سپارلې شوي۔ د جمعې پھ ورځ مړي خپلو وارثانو ته هم وسپارلې شوي ٬ د غیر ملکی مسافرو شناخت هم شوې چې پكښې د يو تعلق د چين او د دوو كسانو تعلق د آسټريا څخه وو ٬د هغوي مړي وارثانو ته سپارلو له د سفارتحانو سره په تماس كښې يو ، د پېښې په اړه پلټنې رواني دي كومه كښی چې د نړيوالو پوهانو خذمات هم ترلاسه كړې شوي ۔ د كيډ وزارت لخوا جارې شوي بيان كښې د كيډ دوهم وزير ووئيل د خپل لوظ له مخې ټول مړي د 17 دسمبر څخه وړاندې خپلو وارثانو ته سپارلې شوي، د جمعې په ورځ چې د كومو 14 مړو شناخت شوې په هغوې كښې د 12 مړو تعلق د چترال ،د يو تعلق پېښور او د يو مړي تعلق د پينډۍ څخه ؤ۔ ده ووئېل د پېښور مړے عابد قیصر، د پينډۍ مړے عاصم وقاص او چترال مړي شمشاد بیګم مړي خپلو سيمو ته لېږلې شوي دغسې د چترال پاتې 11 مړي په د خالي په ورځ د سي ۔130د لارې چترال ته وړلې شي۔ د چترال اوسېدونكي شمشاد بیګم وارثانو د هغې مړے د سړك د لارې د وړلو پريكړه كړې وه چې له امله ئې د هغې مړے وارثانو ته سپارلې شوې۔ دوهم وزير د میډیا د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل د الوتكې پېښې وارثانو له د انشورنس پشمول به 55 لکھ روپۍ سړي سر وركولې شي او دې لپاره قانونی کارروائی روانه ده۔ ده ووئيل پېښه كښې د مړو شوو كسانو وارثانو له د هر ډول اسانيو وركولو هڅه شوې ، پھ دې لړ كښې د پمز انتظامیې او فورنزك پوهانو پھ زړه پورې كار كړے دے ۔