اسلام آباد 14 دسمبر(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق وئيلي دي د پانامه كېس عدالت كښې اورېدې شي ٬ ايوان كښې په دې حقله خبرې نه شي كېدې ٬ د مخالفې ډلې مشر چې كومه خبره كړې ھغه د اعتراض نكتې نه سېوا هېڅ نه ده ٬ ځكه د تحريك استحقاق وړاندې كولو اجازه نشو وركولې ۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې …
د پانامه كېس عدالت اوري ٬ ايوان كښې په دې حقله خبره نشي كېدې

مزید خبریں
اسلام آباد 14 دسمبر(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق وئيلي دي د پانامه كېس عدالت كښې اورېدې شي ٬ ايوان كښې په دې حقله خبرې نه شي كېدې ٬ د مخالفې ډلې مشر چې كومه خبره كړې ھغه د اعتراض نكتې نه سېوا هېڅ نه ده ٬ ځكه د تحريك استحقاق وړاندې كولو اجازه نشو وركولې ۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سید خورشید احمد شاہ د وېنا نه پس رولنګ وركولو كښې سپيكر سردار اياز صادق ووئيل په دې معامله عدالت كښې كېس روان دے ٬ ما په چېمبر كښې رولز كتلې او رولنګ مې وركړې۔ سبېكر جې وفاقي وزير خواجه سعد رفیق له د خبرو اجازه وركړه نو د تحريك انصاف غړو ايوان كښې چغې سورې وهل پېل كړې٬ د اېجنډې كاپۍ ئې وشلولې او د سپيكر ډائس سره راغونډ شول









