د پاكستان او سويډن ترمينځه كاروبار او پارلماني رابطې بايد لا مضبوطې كړې شي

اسلام آباد 14 ستمبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني وئېلي دي د پاكستان او سويډن ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو لپاره د دواړو هېوادونو ترمينځه اوسنې كاروبار او پارلماني رابطې لا مضبوطولو ته اړتيا ده۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه پاكستان كښې د سويډن سفير انګرډ جانسن سره په خبرو كښې وكړه چا چې د شورو په ورځ ده سره پارلېمنټ هاؤس كښې ملاقات كولو۔د سېنېټ …

اسلام آباد 14 ستمبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني وئېلي دي د پاكستان او سويډن ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو لپاره د دواړو هېوادونو ترمينځه اوسنې كاروبار او پارلماني رابطې لا مضبوطولو ته اړتيا ده۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه پاكستان كښې د سويډن سفير انګرډ جانسن سره په خبرو كښې وكړه چا چې د شورو په ورځ ده سره پارلېمنټ هاؤس كښې ملاقات كولو۔د سېنېټ چيئرمېن د سويډن سفير ته د ملګرو ملتونو د سېكورټي كونسل غړي په جوړېدو مباركي وركړه او هيله ولرله چې د سويډن كونسل د لارې به د بشري حقونو خلاف ورزۍ بندولو او په نړيوال قانون عملدرآمد له خپل كردار ترسره كړي۔ ده د هندي پوځ لخوا مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو په اړه سفير خبر كړو او په نړيواله ورورولۍ يې زور راوړو چې فلسطين او كشمير كښې د روانو ظلمونو بندولو او د دې مسئلو حل له خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل د بشري حقونو تحفظ او نړيوال قانونه عملي كولو له د سويډن كردار د ستائنې وړ پاتې دې۔ده ووئيل پاكستان كښې د امن او امان وضعه ښه كېدو سره كاروباري تجارتي او د سرمايه كارۍ موقعې ښه شوې ۔سويډن او د نړۍ نورو هېوادونو سرمايه كار كه پاكستان كښې د وړې او مينځنۍ درجې صنعتونو له سرمايه كاري وكړي نو ورته به زياته ګټھ ورسي