د وزيراعظم محمد نواز شريف نړيوال سيرت النبي ﴿ص﴾ كنفرنس ته وېنا

APP03-12 LAHORE: December 12 - Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif addressing during International Seerat Conference on Interfaith Harmony in the light of Teachings of Islam and Life of Holy prophet (S.A.W.W). APP Photo by Rana Imran

لاهور 12 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې نبي آخرالزمان﴿ص﴾ اسلامي امت ته داسې لار ښودلې كومه چې په دنيا او آخرت كښې د كاميابې ضمانت دے٬ نړۍ د دې په منلو مجبوره ده چې امن او پرمختګ لپاره د حضور پاك ﴿ص﴾ په قدم تللو سره منزل لټول كېدے شي۔ قرآن مجيد سره سره ميثاق مدينه٬ خطبه حجته الوداع داسې غوره دستاويزات دي چې ترې لارښونه ترلاسه كولو سره ټولې مسئلې حل كېدے شي٬ د تېرو كلونو په مهال په هېواد كښې د اسلام په نوم فسادات شوي دي٬ د يو بل مرې پرې كړې شوې دي٬ حكومت د دريو كلونو په هڅه د فساد دروازه تر ډېره حده بند كړې٬ د حكومت٬ قومي قيادت٬ علما او مشائخو٬ پوځ او د نورو رياستي ادارو په قربانو د ترهګرو مركزونه تقريبا ختم كړے شوي دي او اوس مونږ هڅه كوو چې د انتهاخوښې دروازه هم بند شي٬ دا كار حكومت سره سره علما او پوهانو ته كول دي۔ وزيراعظم دا خبرې د ګل په ورځ په ځائي هوټل كښې د مذهبي چارو او د مذهبونو د همغږې وزارت تر سيوري لاندې د مذهبونو همغږي د اسلامي تعليماتو او اسوه رسول﴿ص﴾ په رڼا كښې په موضوع نړيوال سيرت النبي ﴿ص﴾ كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف٬ د تركيې د مذهبي چارو د محكمې صدر ډاكټر محمت ګورمېز٬ د مالديپ د مذهبي چارو نائب وزير علي وحيد٬ وفاقي او صوبائي وزيران٬ د سېنېټ٬ قومي او صوبائي اسمبلۍ غړي٬ سركاري چارواكي٬ مذهبي پوهان او نورو مذهبونو سره تعلق لرونكي كسان هم په لويه شمېره موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل چې د نبي كريم ﴿ص﴾ تشريف راوړل د دې خبرې اعلان و چې د آسمان نه نازل هدايت خپل د كمال درجې ته رسېدلې۔ په خپله الله تعالي د نبي پاك ﴿ص﴾ تشريف راوړل په مومنانو خپل احسان ګرځولې او په دې خبره كښې هېڅ شك نشته چې رحمت العالمين مومناتو ته داسې لار ښودلې كومه چې په دنيا او آخرت كښې د كاميابې ضمانت دے څوك چې په اسوه حسنه عمل وكړي٬ نجات به ئې مقدر وي۔ ده ووئيل چې د الله تعالٰي رسول﴿ص﴾ په امت د حق شهادت وكړو او دا ذمه واري امت ته وركړې شوه چې هغوي دې د حق ګواه جوړېدو سره ودرېږي٬ د صحابه كرامو نه پس د دين بزرګانو دا ذمه واري ترسره كړه او مونږ د دې امانت وارثان يو او مونږ ته معلومه ده چې امانت څه وي او مونږ ته دا ذمه واري څنګه پوره كول دي٬ د دې ذمه وارې ترسره كولو لپاره به مونږ ته د رحمت اللعالمين سيرت ته رجوع كول وي۔ وزيراعظم ووئيل چې كله حضرت محمد ﴿ص﴾ هجرت كولو سره مدينې ته راغلو نو ده په خپله لارښونه كښې وړومبې اسلامي ټولنه جوړه كړه او يو رياست په وجود كښې راغلو او هلته ئې ټولو خلقو سره لوظنامې وكړې٬ تاريخ دا د ميثاق مدينه په نوم پېژني او ډېر سكالران ئې وړومبې ليكل شوې آئين هم ګرځوي۔ وزيراعظم ووئيل چې حضور نبي كريم ﴿ص﴾ د رحلت نه څه موده وړاندې وړومبې او ورستې حج وكړو او لوئې اجتماع ته ئې وېنا وكړه په كومه كښې چې ده نړۍ ته د بشري حقونو نړيوال چارټر وړاندې كړو او نن 1400 كاله پس د تهذيب ارتقا انسان په هغه ځائ ودرولو چرته چې يو جديد رياست جوړولو لپاره د آئين ضرورت وي او دې لپاره د بشري حقونو چارټر هم ضروري وي۔ ده ووئيل چې نړۍ د دې په منلو مجبوره ده چې امن او پرمختګ لپاره د حضور پاك ﴿ص﴾ په قدم تللو سره منزل لټول كېدے شي۔ ده ووئيل چې د مهذبه ټولنې وړومبې خښته د بشريت احترام دے۔ د خطبه حجته الوداع په موقع نبي اكرم ﴿ص﴾ وفرمائيل چې كوم عمجي په عربي او كوم عربي په عجمي او كوم سپين په تور او كوم تور په كوم سپين هېڅ فضيلت نه لري۔ په دې خطبه كښې نبي ﴿ص﴾ د انسان د ځان حرمت د بيت الله د حرمت برابر ګرځولې۔ نبي ﴿ص﴾ تورونه لګول او تهمت جرم ګرځولې۔ خلق ئې د داسې نومونو كېښودلو نه منع كړل چې په نتيجه كښې ئې د نورو زړه آزار شي٬ د انسانيت ټول غوره اصول نبي پاك ﴿ص﴾ ښودلي دي٬ د لويو احترام٬ په ماشومانو شفقت٬ دا هغه ټول آداب دي كوم چې نبي پاك ﴿ص﴾ ښودلي دي۔ اولس مونږ لپاره اسوه حسنه هغه پېمانه ده د كومې بنياد چې مونږ ته د خپل ځان جاج اخستل دي٬ اولس ته په خپلو فرائضو نظر ساتل دي٬ قومي مشرانو ته دا فكر كول دي چې هغوي ټولنې ته څه وركوي۔ وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل چې قائداعظم محمد علي جناح﴿رح﴾ او علامه محمد اقبال﴿رح﴾ د پاكستان د جديد اسلامي رياست خوب ليدلې و او علامه اقبال سيرت سره د تړون درس وركړے و۔ ده وئيلي دي چې د وحې اصل شكل قديم دے خو د دې روح جديد دے۔ ده د دې په رڼا كښې د جديد رياست تصور وركړو۔ وزيراعظم ووئيل چې ضرورت د دې خبرې دے چې علما او سكالران د رياست او ټولنې لارښونه وكړي٬ له بده مرغه مونږ د دين نه د لارښونې اخستلو په ځائ دې عصبيت جوړ كړو۔ د نبي پاك﴿ص﴾ د تعليماتو او سيرت په رڼا كښې يو څو پوښتنې زمونږ په وړاندې دي چې آيا مونږ خپل ځان د آئين پابند كړے٬ آيا مونږ د دې تعليماتو په رڼا كښې ټولنه جوړه كړې٬ آيا مونږ د حق او انصاف په بنياد د ادارو تشكيل كړے او آيا مونږ نورو مذهبونو او قومونو سره د چارټر له مخې اړيكې جوړې كړې دي٬ ضرورت د دې خبرې دے چې علما او سكالران د رياست او ټولنې لارښونه وكړي۔ ده ووئيل چې مونږ ته به مخ په وړاندې تللو لپاره د تېر وخت په پلو كتل وي او د اسوه حسنه نه به لارښونه ترلاسه كول وي۔ كنفرنس ته د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف او د تركيې د مذهبي چارو د محكمې مشر ډاكټر محمت ګورمېز هم وېنا وكړه۔