کراچی۔ 16 مارچ(اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان كښې د كركټ لوبې بشپړه بحالي غواړو۔ پاكستان يو سولييز هېواد دے۔ سباؤن كښې به هم دلته د كركټ مېچونه كېږي۔ پاكستان ته په راتلو د غېر ملكي وګړو مننه كوم۔ ددې خيالاتو اولس مشر د خالي په ورځ ګورنر هاؤس كښې د پي اېس اېل فور د فائنل لوبډلو په درناوي كښې د استقباليې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ اولس مشر ووئيل ددې منطقې خلق د كركټ لوبې كتلو شوق او جذبه لري۔ ده ووئيل د پی اېس اېل په انتظاماتو كولو منتظمينو ته مباركي وركوم۔ په دې مهال اولس مشر د پی اېس اېل فور فائنل لوبغاړو ته سندهي ټوپۍ او اجرك هم ډالۍ كړو۔ د پاکستان سپر لیګ فور فائنل به نن د اتوار په ورځ نېشنل سټېډیم کراچۍ كښې كولې شي۔ په دې مهال د سندھ ګورنر عمران اسماعيل دستورې ته خپل خطاب كښې ووئيل ووېن رچرډسن زمونږ وزيراعظم عمران خان سره ډېره مينه لري۔ ده خپل خطاب كښې حسان ماني ته هم د عيقدت پېرزوينې وړاندې كړې