ترهګري نړيواله مسئله جوړه شوې ده۔ اروپا كښې اسلام فوبيا په نظر راځي۔ نسل پرست وګړي په سياست اثرانداز كیږي۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ٬ د سلامتي كونسل صدر او د بېلو هېوادونو لارښودو د پاكستان او هند ترمينځھ د تاؤ تريخوالي وضعه كمولو له خپل كردار ترسره كړې دې۔ او آئی سی كښې مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلم او زياتي په اړه منظور كړې شوې قرارداد ښكاره او كوټلې دې۔ مقبوضه کشمیر كښې د آزادۍ تحريك كښې د شريكو زلمو ٬ كوچنيانو ٬ مشرانو او مېرمنو حوصلې ته سلام وړاندې كوو۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي ملتان كښې ميډيا سره خبرې

ملتان ۔16مارچ(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي ترهګري نړيواله مسئله جوړه شوې ده۔ اروپا كښې دا مهال اسلام فوبيا په نظر راځي۔ دغلته امېګرېشن او مائيګرېشن ډېر مهم شوې دې او نسل پرست وګړي په سياست اثرانداز كیږي او دا ډول كارروائۍ هم كوي څنګه چې تېره ورځې شوې۔ ملتان كښې ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل ددې پېښو څخه وروستو بې دركه شوي پاكستاني وګړي چا سره رابطه كښې هم نه دي او د دوئي فونونه هم بند دي ځكه ددوئي په اړه كوم سركاري اعلان نه رامخې ته كیږي۔ دوئي ته د بې دركه نه علاوه بل څه وئيل به مناسب نه وي۔ ده ووئيل زه د نیوزی لېنډ خارجه وزارت او پاكستاني هائي كمېشن سره پرله پسې رابطه كښې يم كه خدائے دې نه كړي ددوئي په اړه داسې كوم خبر راشي نو بيا به ددوئي كورنيو سره تماس نيول وي۔ او كه ددوئي د شهادت تصديق وشي نو ددوئي د كورنيو د مرضۍ ترمخه به ددوئي د دفن كولو پرېكړه كولې شي۔ دغسې چې د هغوي مړي پاكستان ته راوړل دي يا هغه دغلته خاورو ته سپارل دي۔ ده ووئيل په دې معامله كښې مونږ ددغه كسانو كورنيو سره اوږه په اوږه ولاړ يؤ او ددوئي دړد محسوسوؤ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په جوماتونو د بريد كوؤنكي د ذهني حالت اندازه دې څخه لګولې كېدې شي چې هغه د انسانيت قتل كولو له تلې وو او په خپل هېلمټ ئې كېمره لګولې وه۔ ده ووئيل دې څخه دا څرګندېږي چې ترهګري يوه نړيواله مسئله جوړه شوې ده او د نيوزي لېنډ په ډول سولييز هېواد هم دې سره مخ شوې چرته چې داسې كومه پېښه وړاندې نه وه رامخې ته شوې۔ ده ووئيل تر دې دمه دې پېښه كښې څلور كسان نيولي شوي دي په كومو كښې چې دوه سړي او دوه ښځې شامل دي۔ د دوئي په شا كوم تنظيمونه وو او دوئي كوم مقصد ترلاسه كول غوښتل دا به د پلټنيو څخه وروستو رامخې ته شي۔ د پاك هند اړيكو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې خارجه وزير ووئيل د کرتارپور پولې په اړه تفصيلات وضعه كولو له په اټاري كښې د پاك او هند ترمينځه تېرو ورځو كښې مذاكرات وشول او د پاك هند مذاكرات ځنډ څخه وروستو په اولني ځل د ګډې اعلاميه هم رامخې ته شوه او دا خبره وشوه چې د مذاكرات دوهم پړاؤ به د اپرېل په 2 مه نېټه كېږي۔ خارجه وزير ووئيل وزيراعظم عمران خان د هندي پائيلوټ خوشې كولو چې كوم امر كړې وو د تاؤ تريخوالي وضعې كمېدو كښې د هغې هم عمل دخل وو۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ٬ د سلامتي كونسل صدر او د بېلو هېوادونو لارښودو د پاكستان او هند ترمينځھ د تاؤ تريخوالي وضعه كمولو له خپل كردار ترسره كړې دې۔ ولې ددې باوجود په هند كښې د مئي په 19 مه نېټه ټاكنې كېږي او تر دغه وخت هند څخه د څه كولو هم هيله لرلې كېدې شي۔ ځكه مونږ له به هر وخت بېدار وسېدل او په كنټرول لائن نظر ساتل وي۔ وفاقي وزير ووئيل زه سبا د چين په دوره روان يم دغسې چې د چين مشرتابه سره په دې چارو خبرې وكړم او دوئي د پاكستان دريځ څخه خبر كړم۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل او آئی سی كښې مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلم او زياتي په اړه منظور كړې شوې قرارداد ښكاره او كوټلې دې۔ په دغه قرارداد كښې هندي ظلم او زياتې رياستي ترهګري ګرځولې شوې۔ ده ووئيل هند نړۍ ته دا تاثر وركوي چې په مقبوضه كشمير كښې څه كېږي دا ترهګري ده ولې د پاكستان دريځ دا دے چې دا ترهګرۍ نه بلكې د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له هڅې دي۔ او كله چې هند د دې هڅو بندولو له عمليات كوي نو ددې رد عمل به ضرور رامخې ته كېږي۔ ده ووئيل څه چې پلوامه كښې رامخې ته شؤ په هغې هم بايد غور وكړې شي۔ ده ووئيل مقبوضه کشمیر كښې د آزادۍ تحريك كښې د شريكو زلمو ٬ كوچنيانو ٬ مشرانو او مېرمنو حوصلې ته سلام وړاندې كوو۔ ده ووئيل ما خارجه وزارت ته د آزاد كشمير مشرتابه راوبلله په كومو كښې چې د آزاد كشمير وزيراعظم ٬ د مخالفې ډلې مشر او نور غړي شامل وو۔ د دوئي د بللو مقصد دا خبره كول وو چې دا چارې به مخ په وړاندې څنګه بوتللې شي۔ ده ووئيل پاكستان ټول عمري د ذمه وارۍ څرګندونه كړې او د هند دا رويه د انصاف نه لرې او جارحانه ده۔ ده ووئيل روسيه هم د پاكستان او هند ترمينځھ د تاؤ تريخوالي وضعه كمولو له د پلېټ فارم وړاندې كولو سره وئيلي كه ددواړو هېوادونو خارجه وزيران خبره كول غواړي نو زما هېواد كوربتوب له چمتو دې۔ ما ددې په ځواب كښې ووئيل زه دې ته تيار يم او د هند دې ته تيارول ستا ذمه واري ده۔