پنډۍ۔ 16 مارچ(اے پی پی) پاك پوځ هندي ډرون ويشتلو سره غوځار كړې دې۔ د خالي په ورځ د آئي اېس پي آر ډي جي مېجر جنرال آصف غفور لخوا جاري شوي ټويټ ترمخه هندي ډرون د پاكستاني پولو خلاف ورزي وكړه او تر 150 ميټر پاكستان ته دننه راغلې وو۔ دا هندي ډرون د لائن آف كنټرول په رك چكري سېكټر كښې ويشتلې شوې دې۔ ده ووئيل مونږ چې كله هم كارروائي كړې نو ثبوت مو وړاند ې كړې دې۔ مونږ يواځې خبرې نه كوو بلكې ثبوت هم وړاندې كوو كوم چې د هندي ځواك سترګې پرانستلو له كافي دے۔ ده ووئيل هندي ميډيا يواځې د دروغو ادعاګانې كوي