د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمشنر هند كښې په كشميريانو مسلمانانو بريدونو باندې اندېښنه څرګنده كړه

جنیوا 21 فروري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمشنر روپټ كولولي په پلوامه كښې د بريد نه پس د هندو اتنها خوښو لخوا په كشميريانو مسلمانانو بريدونو باندې د اندېښنې څرګندونه كړې ده۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې جنيوا كښې د جاري شوي يو بيان له مخې د نړيوالې ادارې د بشري حقونو كمېسون په دې خبره تشويش لري جې ځينې عناصر د پلوامه بريد …

جنیوا 21 فروري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمشنر روپټ كولولي په پلوامه كښې د بريد نه پس د هندو اتنها خوښو لخوا په كشميريانو مسلمانانو بريدونو باندې د اندېښنې څرګندونه كړې ده۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې جنيوا كښې د جاري شوي يو بيان له مخې د نړيوالې ادارې د بشري حقونو كمېسون په دې خبره تشويش لري جې ځينې عناصر د پلوامه بريد په جواز كشميريانو او مسلمانانو ته دړكې وركولو سره په هغوي بريدونه كوي۔ ده هيله څرګنده كړه چې هند به په نسلي بنيادونو په خلقو د تشدد د كاروائيو لاره نيولو لپاره اقدامات وكړي۔ د بشري حقونو كمشنر د هند او پاكستان ترمېنځه په زيات شوي اړي ګړي خبرو كښې وئيلي دي زه هيله لرم چې د دواړو اتومي قواو ترمېنځه اړي ګړي سره به د منطقې سلامتيا نور خطر سره نه مخ كېږي۔