وفاقي وزير محسن نقوي واشك او مستونګ كښې د 7 خارجيانو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد۔15اکتوبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی د بلوچستان په واشك او مستونګ ضلعو كښې د خارجي ترهګرو خلاف په كامياب او مؤثر آپرېشنز امنيتي ځواكونو ته درناوې وړاندې كړې دې۔ هغه د كارروائيو په مهال د 7 خارجيانو په وژلو د امنيتي ځواكونو د عزم او اعلی پېشه ورو صلاحيتونو ستاينه وكړه۔ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې داخله وزير ووئيل …

اسلام آباد۔15اکتوبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی د بلوچستان په واشك او مستونګ ضلعو كښې د خارجي ترهګرو خلاف په كامياب او مؤثر آپرېشنز امنيتي ځواكونو ته درناوې وړاندې كړې دې۔ هغه د كارروائيو په مهال د 7 خارجيانو په وژلو د امنيتي ځواكونو د عزم او اعلی پېشه ورو صلاحيتونو ستاينه وكړه۔ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې داخله وزير ووئيل د خارجيانو ناوړه عزائم خاورو سره ګډونكو د امنيتي ځواكونو په مېړنو فرزندانو ټول قام وياړي۔ ده ووئيل ټول قام د ترهګرۍ ناسور ختمولو له خپلو مېړنو امنيتي ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے۔