د پاكستان د جوهري سلامتيا انتظامات په نړيواله كچه اعلٰی چارواكو او پوهانو تسليم كړې

اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي)پاكستان د جوهري سلامتيا يو كوټلي نظام جوړ كړې كوم چې د جديد نړيوال معيار او ګائيډ لائنز سره مطابقت لري٬ د پاكستان د جوهري سلامتيا انتظامات په نړيواله كچه اعلٰی چارواكو او پوهانو منلې٬پاكستان د پراخا ريګوليټري او د انسپكشن مېنډېټ سره يو خپلواكه نيوكليئر ريګوليټري اتهارټي هم جوړه كړې۔ قامي جوهري تحفظ مستحكم كولو له پورته كړې شوو اقداماتو په اړه سپيځلتيا …

اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي)پاكستان د جوهري سلامتيا يو كوټلي نظام جوړ كړې كوم چې د جديد نړيوال معيار او ګائيډ لائنز سره مطابقت لري٬ د پاكستان د جوهري سلامتيا انتظامات په نړيواله كچه اعلٰی چارواكو او پوهانو منلې٬پاكستان د پراخا ريګوليټري او د انسپكشن مېنډېټ سره يو خپلواكه نيوكليئر ريګوليټري اتهارټي هم جوړه كړې۔ قامي جوهري تحفظ مستحكم كولو له پورته كړې شوو اقداماتو په اړه سپيځلتيا او خبرتيا وركول د پاكستان د پالېسۍ برخه ده۔ خارجه دفتر د نهې په ورځ خپل يو بيان كښې په ويانا كښې د جوهري توان لپاره د نړيوالې ادارې دوهم وزارتي نيوكليئر سېكورټي كنفرنس په موقع وئېلي دي د قامي جوهري سلامتيا او تحفظ نظام د كوټلي قانون سازۍ او ريګوليټري فريم ورك په بنياد جوړ دے كوم چې پھ جوهري مواد٬تابكارۍ مادو او اړوندو اسانيو او د هلو ځلو په سلامتيا اډانه دے۔په ويانا كښې د آئي اے اي دوهم وزارتي نيوكليئر سېكورټي كنفرنس په موقع د پاكستان خارجه وزارت دريځ خپل كړی چې د جوهري سلامتيا تحفظ په اړه د پاكستان اقدامات په نړيواله كچه منلې شوي۔وياند له مخې د بروشر نقلونه د كنفرنس ګډون كوونكو له وركړی شوي ۔خارجه دفتر وئېلي پاكستان د خپلې جوهري سلامتيا نظام او دې لپاره د پورته كړی شويو اقداماتو پرله پسې جاج اخلي او په اړوندو ټېكنالوجو او بشري وسائلو سرمايه كاري به روانه ساتي۔د آئي اے اي اے ډائرېكټر جنرل يوكيا آمانو كنفرنس ته خپل افتتاحي خطاب كښې د نيوكليئر سېكورټي په اړه د پاكستان سنټر آف ايكسيلنس كاركردګي وستائېله

مزید خبریں