اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي)د تعليم او تربيې دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمان وئيلي دې تعلیم د هر قام په تعمير او پرمختګ كښې مهم كردار لري ٬زمونږ پېغمبرۖ هم د تعليم په حاجت او اهميت زور راوړي ۔ دوهم وزير دا خبرې د نهې په ورځ د كېپټل يونيورسټي سائنس او ټېكنالوجي دولسم كانوكېشن ته خپله وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل زمونږ هېواد يو شمېر چېلنجونو سره …
تعلیم د هر قام تعمير او پرمختګ كښې مهم كردار لري۔د بليغ الرحمان
اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي)د تعليم او تربيې دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمان وئيلي دې تعلیم د هر قام په تعمير او پرمختګ كښې مهم كردار لري ٬زمونږ پېغمبرۖ هم د تعليم په حاجت او اهميت زور راوړي ۔ دوهم وزير دا خبرې د نهې په ورځ د كېپټل يونيورسټي سائنس او ټېكنالوجي دولسم كانوكېشن ته خپله وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل زمونږ هېواد يو شمېر چېلنجونو سره مخ دے خو ورځ په ورځ صورتحال ښه كېږي۔ده ووئيل په اوسنيو چېلنجونو قابو موندلو له مونږ له مهذب قام جوړېده پكار دي۔ ده ووئيل ما لپاره دا خبره خوشبينه ده چې سي يو اېس ټي د اېجينئرنګ ٬ آئي ټي او منېجمنټ سائنس په څانګو كښې د پي اېچ ډي 20 سندونه وركړې ۔دوهم وزير د معياري تعليم په لړ كښې د پنجاب حكومت او په خاص توګه د ميا عامر محمود د كردار ستائنه وكړه۔









