د زرګونو په شمېر شهادتونو ٬ د سوؤنو په شمېر د بې حرمتۍ پېښو او د سختو ظلمونو باوجود كشميري اولس سر ټيټولو څخه انكار كړې دې۔ هندي ظلمونه د كشميري اولس د خپلواكۍ تحريك كمزورې كولې نه شي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د كشمير يووالي ورځې په مهال پېغام

اسلام آباد ۔ 5 فروری (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو تحريك او د دوئي ځانګړې قربانيو ته سلام وړاندې كولو سره وئيلي دي د زرګونو په شمېر شهادتونو ٬ د سوؤنو په شمېر د بې حرمتۍ پېښو او د سختو ظلمونو باوجود كشميري اولس سر ټيټولو څخه انكار كړې دې۔ هندي ظلمونه د كشميري اولس د خپلواكۍ تحريك كمزورې كولې نه شي۔ ده د كشمير يووالي ورځې په مهال خپل پېغام كښې ووئيل چې د كشمير شهيدان د حريت پسندۍ ٬ اصولو او ريښتيا ځلېدونكي ستوري دي۔ ده وويئل په كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزۍ په سختۍ سره غندنه كوو۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو په شمول دې ټوله نړۍ كشمير كښې د بهېدونكې وينې نوټس واخلي۔ ده ووئيل په سوئيلي آسيا كښې امن لباره د كشمير مسئلې حل د كشميري اولس د خوښې ترمخه ضروري دے۔ ده ووئيل موجوده حكومت د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د كشميري اولس بنيادي حقونو ساتې له خپل بشپړه كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل هندي ظلمونه به ټوله نړۍ كښې په ډاګه كوو او د كشمير مسئله به په هركچه پورته كوو۔