وزیر اعظم قائد اعظم پوهنتون كښې د نېشنل سنټر فار فزكس نامه بدلولو سره پروفېسر عبدالسلام سنټر فار فزکس كېښودو اصولي منظوري وركړه

اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) وزیر اعظم محمد نواز شریف قائد اعظم پوهنتون كښې " نېشنل سنټر فار فزكس نامه بدلونو سره پروفېسر عبدالسلام سنټر فار فزکس" كېښودو اصولي منظوري وركړه۔ وزیراعظم د تعليم او پېشه وارانه تربيې وزارت ته امر وكړو چې اولس مشر ته دې د سنټر نامې بدلولو باضابطه سمري ولېږلې شي۔ وزیراعظم په نړيوالو نوموړو پوهنتونونو كښې د لوړو زدكړو كمېسون د لارې د …

اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) وزیر اعظم محمد نواز شریف قائد اعظم پوهنتون كښې ” نېشنل سنټر فار فزكس نامه بدلونو سره پروفېسر عبدالسلام سنټر فار فزکس” كېښودو اصولي منظوري وركړه۔ وزیراعظم د تعليم او پېشه وارانه تربيې وزارت ته امر وكړو چې اولس مشر ته دې د سنټر نامې بدلولو باضابطه سمري ولېږلې شي۔ وزیراعظم په نړيوالو نوموړو پوهنتونونو كښې د لوړو زدكړو كمېسون د لارې د فزكس په څانګه كښې پي اېچ ډي لپاره 5 پاكستاني زده كوٶنكو ته په كلنه توګه د فېلو شپ وركولو هم منظوري وركړه او د دې فېلو شپ پروګرام نامه “پروفېسر عبدالسلام فېلو شپ” كېښودې شوه۔ وزیراعظم دا پرېكړه د فزكس نوموړي ماهر پاكستاني ډاكټر عبدالسلام د قدر وړ خدماتو په اعتراف كښې كړې څوك چې د شلمې پېړۍ په نظرياتي طبعياتو كښې د يو مهم شخصيت حېثيت لري۔ ډاكټر عبدالسلام د فزكس په څانګه كښې په 1979 كښې په مشتركه توګه نوبل پرائز ترلاسه كړې ٶ څوك چې د سائنس په مېدان كښې نوبل انعام ترلاسه كوٶنكې وړومبنې پاكستانې او د اسلامي نړۍ دويم شخصيت ٶ۔ ډاكټر عبدالسلام د 1960 څخه تر 1974 پاكستاني حكومت كښې د سائنس د لوړې كچې سلاكار په حېث هم خدمات ترسره كړي او د پاكستان د سائنس مېدان په ترقۍ كښې ئې ځانګړې كردار لوبولې۔ د كال 1998 د اتومي چاٶدنو نه پس د پاكستان حكومت د ” پاكستان سائنس مدارو” په لړ كښې د ډاکټر عبدالسلام د خدماتو په اعتراف كښې د ډاك يادګاري ټكټ هم جاري كړې ٶ۔ د نېشنل سنټر فار فزکس نامه بدلولو سره ډاکټر عبدالسلام سنټر فار فزکس كېښودو سره د پاكستان سائنس مدارو ته د اعزاز وركولو په لړ كښې يو مهم قدم دے چا چې د هېواد خدمت كړې او په نړۍ كښې ئې د پاكستان نامه روښانه كړې

مزید خبریں