کراچی ۔ 26 جنوری (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د ټېکنالوجۍ په دنيا كښې په تندۍ سره كېدونكي بدلونونه د منع كړې شويو څيزونو او نشائي توكو تجارت ختمولو له كارولو ته اړتيا ده۔ د قاچاق مخنيوي له د كسټم كردار ډېر مهم دے۔ افغانستان سره په پوله د كانټا تار لګولو كار به ډېر زر ترسره شي۔ د هر ډول قاچاق مخنيوي له په …
د ټېکنالوجۍ په دنيا كښې په تندۍ سره كېدونكي بدلونونه د منع كړې شويو څيزونو او نشائي توكو تجارت ختمولو له كارولو ته اړتيا ده۔ كسټم چارواكي دې په بدعنوانۍ نظر ساتلو سره سره په قانون سختۍ سره عملدرآمد باوري كړي۔ د نشائي توكو قاچاق مخنيوي له به كسټم له مضبوط كردار ترسره كول وي۔ د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د كسټم نړيوالې ورځې په مهال دستورې ته خطاب

مزید خبریں
کراچی ۔ 26 جنوری (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د ټېکنالوجۍ په دنيا كښې په تندۍ سره كېدونكي بدلونونه د منع كړې شويو څيزونو او نشائي توكو تجارت ختمولو له كارولو ته اړتيا ده۔ د قاچاق مخنيوي له د كسټم كردار ډېر مهم دے۔ افغانستان سره په پوله د كانټا تار لګولو كار به ډېر زر ترسره شي۔ د هر ډول قاچاق مخنيوي له په پولو كانټا تار لګولې شي۔ ده دا خبره د خالي په ورځ كسټم هاؤس كښې د كسټم په اړه د نړيوالې ورځې په مهال دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده د ممنوعه څيزونو قاچاق مخنيوي له د كسټم څانګې كاركردګي ستائلو سره په كسټم چارواكو زور راوړو چې دوئي دې په بدعنوانۍ نظر ساتلو سره سره په قانون سختۍ سره عملدرآمد باوري كړي۔ ده ووئيل د نشائي توكو قاچاق مخنيوي له به كسټم له مضبوط كردار ترسره كول وي۔ حكومت وېزه بندېزونو كښې نرمي كړې چې لامله به ئې پاكستان ته د راتلونكو خلقو او سېلګرو په شمېره كښې ښكاره زياتوالې وشي۔ اولس مشر هېواد كښې امن په ځائې كولو او د هېواد پولې محفوظه جوړولو په لړ كښې د وسله والو ځواكونو او قانون نافذ كوؤنكو ادارو هڅې وستائلې۔ اولس مشر ووئيل د كسټم څانګې له به د ممنوعه څيزونو او نشائي توكو قاچاق مخنيوي له په نوې ټېكنالوجۍ كښې روان پېش رفت څخه استفاده كول باوري كول وي دغسې چې استعداد كار له پياوړې كړې شي۔ اولس مشر ووئيل بهر هېوادونو ته سفر كوؤنكي بايد د چا سامان ځان سره نه وړي۔ د جدې قونصل جنرل وئيلي ډېر كسان د نشائي توكو قاچاق دلاسه په زندانونو كښې دي۔ اولس مشر ووئيل د ترهګرۍ مخنيوي زمونږ تر ټولو اولنۍ ترجيح ده۔ ده ووئيل غېر ملكي سرمايه كارۍ له حكومت شپه او ورځ كار كوي۔ دغسې د سېلګرۍ ودې له ګامونه پورته كولې شي۔ ده ووئيل پاكستان بدلېږي او نوي پاكستان كښې به د پرمختګ بلها موقعې وي











