
اسلام آباد ۔ 4 مئی (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د بدعنوانۍ په ډول مسئلو پاكستان ته زيات زيان رسولے بياهم حالات اوس بدل شوي دي۔ د ژوند هرې څانګې سره تعلق لرونكي دې ايماندارۍ سره خپل فرض ترسره كړي۔ اوسنے حكومت په سم لوري روان دے۔ د تجارانو او صنعتكارو په شمول هر وګړے بايد د سي پېك او نورو پروژو په بشپړ كېدو كښې د حكومت مرسته وكړي