ملګري ملتونه ٬ او آئي سي او نړيواله ورورولي دې مقبوضه كشمير كښې د هند ظلم او زياتې بندولو له خپل كردار ترسره كړي۔ تېره ورځ مقبوضه كشمير كښې يو شمېر كشميريان شهيد او په سوؤنو ژوبل كړې شول۔ نړۍ دومره بې حسه او لا تعلقه نشي پاتې كېدې۔د خارجه وزير شاه محمود قرېشي خبري كنفرنس ته خطاب

اسلام آباد ۔ 16 دسمبر (اے پی پی) خارجه وزير شاہ محمود قرېشی ملګرو ملتونو ٬ او آئي سي او نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كړې ده چې هغوي دې مقبوضه كشمير كښې د هند ظلم او زياتې بندولو له خپل كردار ترسره كړي۔ تېره ورځ مقبوضه كشمير كښې يو شمېر كشميريان شهيد او په سوؤنو ژوبل كړې شول۔ نړۍ دومره بې حسه او لا تعلقه نشي پاتې كېدې۔ نړۍ دې …

اسلام آباد ۔ 16 دسمبر (اے پی پی) خارجه وزير شاہ محمود قرېشی ملګرو ملتونو ٬ او آئي سي او نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كړې ده چې هغوي دې مقبوضه كشمير كښې د هند ظلم او زياتې بندولو له خپل كردار ترسره كړي۔ تېره ورځ مقبوضه كشمير كښې يو شمېر كشميريان شهيد او په سوؤنو ژوبل كړې شول۔ نړۍ دومره بې حسه او لا تعلقه نشي پاتې كېدې۔ نړۍ دې انسانيت لپاره غږ پورته كړي۔ پاكستان د او آئي سي رابطه ډلې غونډې كوربتوب له تيار دے۔ دې غونډې كولو له به باضابطه خواست وركړې شي۔ هند به پخوا كشمير كښې سولييزې هڅې ترھګرۍ سره تړلې ولې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمشنر راپور سره هر څه په ډاګه شوي۔ د هند زياتره آبادۍ د خپل هېواد جارحانه رويه رد كړې ده۔ د اتوار په ورځ خارجه دفتر كښې د خارجه دفتر وياند ډاكټر فېصل سره په ګډه خبري كنفرنس ته خطاب كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل مقبوضه كشمير كښې كال 2016ء كښې بربريت يو نوې شكل خپل كړو او په كال 2018 كښې دا هغه حد ته ورسېدو كوم چې نزدې ماضي كښې مثال نه لري۔ د خالي په ورځ كشمير كښې 14 كسان شهيد او 300 نوزر ژوبل كړې شول۔ ده وئيل د سكولونو كوچنيانو هم شهيد كولې شي۔ د درې مياشتو ماشومې پلار 25 كلن عابد لون شهيد كړې شو۔ ده هيله ولرله چې د دې رياستي ترهګرۍ په ضد به په نړيواله كچه غږ پورته شي۔ ده ووئيل د برهان مظفر وانی شهادت نه وروستو نزدې 500 كشميريان شهيد كړې شوي دي۔ ده ووئيل په 21 اکتوبر 2018ء 9 کشمیريان لګام كښې شهيد او 50 نور ژوبل كړې شول۔ ده ووئيل څو ورځې وړاندې د سېنېټ كمېټۍ ته وړاندېز وركړې شوې وو چې د فرورۍ په 5 مه نېټه دې ټول سياسي ګوندونه لندن كښې د نړيوال كنفرنس كولو پلو د نړۍ پام وګرځوي۔ دې نړيوالې ورورولۍ ته خواست وكړو چې هغه دې لاس وهنه وكړي او په سمدستي توګھ دې كشميريان ددې ظلم او زياتي نه خلاص كړي۔ دا د بشري حقونو مسئله ده۔ ده ووئيل د ګل په ورځ به قامي اسمبلۍ كښې د هندي ظلمونو په ضد د غندنې متفقه قرارداد راوړلې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د انټرنېشنل کانفرنس يو تصور رامخې ته شوې دې۔ مشاهد حسېن سيد او شېري رحمان ته بلنه وركوو چې هغوي خارجه دفتر ته راشي او په ګډه په دې اړه تګلاره وضعه كړي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د امريكا مفادات هم مخ په بدلېدو دي۔ تاسو وينۍ چې امريكا هند دې منطقه كښې خپل ستراتيجيكي ملګرې ګڼي۔ د روسيه يو مشر سفارتكار وئيلي چې ددې بدلون لوئې سوب چين دے۔ هغه د چين د متبادل په توګھ هند خپل اتحادي ګڼي۔ ده ووئيل امريكا كښې ډېر خلق د بشري حقونو په حق كښې غږ پورته كوي۔ د حكومتونو او رياستونو خپلې مجبورۍ وي ولې بياهم د امريكا اولس پراخا زړه لرونكي دي۔ كه دوئي ته خپله خبره ورسولې شي نو دغه ځائې څخه د كشميريانو په حق كښې غږ پورته كېدې شي۔

مزید خبریں