قام به د ترهګرۍ په ضد د آرمي پېلك سكول شهيدانو قرباني چرې هېره نه كړي۔ د بې ګناه ماشومانو پاكه وينه هم د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې شامله ده۔ كوم هېواد چې كله د ترهګرۍ په ضد د هڅو په لړ كښې منفي خبره كوي نو هغه ددې ماشومانو شهيدانو ٬ اقليتونو ٬ زمونږ د مېړنو وسله والو ځواكونو ٬ پوليس او د قانون نافذ كوؤنكو نورو ادارو د شهيدانو د مقدسې وينې سپكاوې كوي د كوم چې كوم مهذب او انصاف خوښوونكې وګړې اجازه وركولې نه شي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د آرمي پبلك سكول څلورم تلين په مهال بيان

اسلام آباد ۔ 16 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي قام به د ترهګرۍ په ضد د آرمي پېلك سكول شهيدانو قرباني چرې هېره نه كړي۔ سفاكه ترهګرو بې ګناه ماشومان د خپل بربريت نښه جوړ كړل د كوم چې تاريخ كښې مثال نشته۔ د اتوار په ورځ د آرمي پبلك سكول شهيدانو څلورم تلين په مهال جاري كړی شوي خپل …

اسلام آباد ۔ 16 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي قام به د ترهګرۍ په ضد د آرمي پېلك سكول شهيدانو قرباني چرې هېره نه كړي۔ سفاكه ترهګرو بې ګناه ماشومان د خپل بربريت نښه جوړ كړل د كوم چې تاريخ كښې مثال نشته۔ د اتوار په ورځ د آرمي پبلك سكول شهيدانو څلورم تلين په مهال جاري كړی شوي خپل بيان كښې وفاقي وزير د آرمي پبلك سكول پېښې شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره ووئيل پاکستان هغه هېواد دې د كوم د كوچنيانو پاكه وينه چې هم د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې شامله ده۔ ده ووئيل دا زمونږ ددې عظم ښكاره او منلې شوې ثبوت دے چې د بې ګناه كوچنيانو نه واخله تر مېرمنو ٬ ځوانانو ٬ مشرانو او د غېر مسلمو په شمول ټول پاكستاني قام ددې عفريت په مړانه د مقابلې كولو مثال جوړ كړې دې۔ وفاقي وزير ووئيل كوم هېواد چې كله د ترهګرۍ په ضد د هڅو په لړ كښې منفي خبره كوي نو هغه ددې ماشومانو شهيدانو ٬ اقليتونو ٬ زمونږ د مېړنو وسله والو ځواكونو ٬ پوليس او د قانون نافذ كوؤنكو نورو ادارو د شهيدانو د مقدسې وينې سپكاوې كوي د كوم چې كوم مهذب او انصاف خوښوونكې وګړې اجازه وركولې نه شي۔ ده ووئيل پاكستان ترهګرو ته ماتې وركړې ده او كه لوئے څښتن ته منظور وي نو فتح به زمونږ د عزم ٬ ارادې او د اولس وي او ددې مقصد لپاره به مونږ د قربانيو وركولو خپل روايت نه چرته په شا نه شؤ

مزید خبریں