
اقوام متحدہ ۔ 3 مئی (اے پی پی) پاکستان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل غېر مستقل نشستونو كښې د زياتوالي غوښتنه كولو سره وئيلي چې دې سره به سلامتي كونسل كښې د نمائندګۍ په لړ كښې د موجوده سيمه ايز عدم توازن ستونزه هواره شي۔ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل مندوبې ډاكټر مليحه لودھي د عمومي اسمبلۍ پېنل ته خطاب كښی ووئيل د نړيوالې ادارې غړو هېوادونو سيمه ايزو او سياسي هيلې ترسره كولو ښه طريقه دا ده چې د سلامتي كونسل په غېر مستقل چوكو كښې زياتوالې وكړې شي