
اسلام آباد ۔ 8 نومبر (اے پی پی) وفاقي کابینې د برتانيې او پاكستان تر مينځه د بنديوانو د تبادلې لپاره د پروټوكول٬ ټېكس پاليسي وضعه كولو لپاره د كمېټۍ٬ احمد نواز سكهېرا د سرمايه كارۍ بورډ سېكتر غوره كولو ٬ لبرټي ائر لائن له دچارټرډ پراوزونو لپاره د لائسنس وركولو او اېس اېس سي پي د نوې بورډ جوړولو منظوري وركړې ده ۔ د زيارت په ورځ د اطلاعات او خپرنوو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې د غونډې نه پس د پارلمان نه بهر ميډيا ته د بريفنګ په مهال ووئيل وفاقي كابينې پرېكړه كړې چې احمد نواز سکھېرا به د سرمايه كارۍ بورډ سېكتر وي٬ لبرټي ائر لائن له چارټرډ پراوزونو لپاره د لائسنس وركولو او اېس اېس سي پي د نوې بورډ جوړولو منظوري وركړې ده ۔ ده ووئېل د كابنيې په پرېكړو عملدرآمد لپاره لائحه جوړه كړې شوې ٬ کابینې 120 پرېكړې كړې چې پكښې په 72 پرېكړو عملدرآمد شوې او يوازې 4 پرېكړې داسې دي چې 72 ورځې تېرېدو باوجود پرې عمل نه دې شوې٬ ده ووئېل كابنيې اړوندو وزارتونو ته په دې د عملدرآمد امر كړے۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د وزیراعظم دوره كاميابه وه ٬ د چين دورې مثال د پاكستان په تاريخ كښې نه موندې كېږي٬ د دې دورې ټول تفصيلات به رامخې ته كوٶ٬ ده ووئېل د چين دورې سره به د ادائيګو د توازن په بېړنۍ وضعه قابو موندلو له مرسته ترلاسه شي ۔ د آسیه بی بی بهر هېواد ته د تللو خبر پحقله د يوې پوښتنې په ځواب چوهدري فواد حسېن ووئيل دا معامله غېر ذمه وارۍ سره راپورته كړې شوې او خبر د ځان نه جوړ كړې شوې ٬ مونږ جاج اخلو چې په دې څه كاروائي پكار ده ٬ د اطلاعات وزير ووئېل د دې ډول راپور په نتيجه كښې ځان او مال ته خطر پېښېدې شي ٬ پاکستان يو خپلواكه هېواد دے د چا په وېنا به هېڅ نه كوٶ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د مخالفې ډلې پخواني مشر لپاره به د وفاقي حكومت پېكج كتلې شي ٬ د ټولو د وركړې راكړې عادت جوړ شوې ٬ ده ووئېل وزیراعظم عمران خان به د وركړې راكړې لوبه نه كوي٬ مخالفه ډله د دې خبرې نه په پرېشانه ده چې د هغوي مقدمې ولې نه ختموي۔ وفاقې وزير ووئيل د پي اے سي د مشرۍ په معامله ډېډ لاك برقرار دے ٬ د مسلم ليګ (ن) شهباز شريف له د پي اے سي د مشرۍ غوښتنه دومره غېر اخلاقي ده څومره چې د ھغه د پنځو كالو حركتونه دي