پاكستان د كشميري اولس د خپلواكۍ حق تر ټولو لوئے وكيل دے۔ پاكستان به په هر فورم د خپلواكۍ حق لپاره د كشميري اولس هڅې رامخې ته او هندي ظلم او زياتې په ډاګه كوي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د حريت كنفرنس او د جموں كشمير حق خود اراديت انټرنېشنل پلاوي سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد ۔20 اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن سره د حريت كنفرنس او د جموں كشمير حق خود اراديت انټرنېشنل پلاوي ملاقات وكړو۔ په دې مهال د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل پاكستان د كشميري اولس د خپلواكۍ حق تر ټولو لوئے وكيل دے۔ پاكستان به په هر فورم د خپلواكۍ حق لپاره د كشميري اولس هڅې رامخې ته او هندي ظلم او زياتې په ډاګه كوي۔ د خالي په ورځ دې ځائې څخه د جاري شوي پرېس ريليز ترمخه د خالي په ورځ د حريت كنفرنس او د جموں كشمير حق خود اراديت انټرنېشنل پلاوي وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن سره ملاقات وكړو۔ پلاوي كښې راجه نجابت حسېن ٬ عبد الحميد لون او نور شامل وو۔ د اطلاعاتو وزير ووئيل مونږ مقبوضه كشمير كښې د هندي رياستي ترهګرۍ په سختو ټكو غندنه كوو۔ دكشميري اولس صبر او استقلال هندي ظلم ته ماتې وركړې ده۔ پلاوي د حكومت لخوا د كشميري اولس د ملاتړ كولو څرګندونه وستائله