لندن 17 نومبر (اے پي پي)داخله وزير چوهدري نثارعلي اخان سره په لندن كښې لارډ نذير احمد وليدل۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې او په دوه اړخيزه چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع داخله وزير ووئيل برتانيه كښې مېشته پاكستانيان د هېواد اثاثه دي د هغوي د ټولو مسئلو هوارولو هڅې به كولې شي۔ داخله وزير ووئيل د الطاف حسېن په معامله د پاکستان حكومت تحفظات لري۔د …
چوهدري نثار علي خان سره لارډ نذیر احمد وليدل

مزید خبریں
لندن 17 نومبر (اے پي پي)داخله وزير چوهدري نثارعلي اخان سره په لندن كښې لارډ نذير احمد وليدل۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې او په دوه اړخيزه چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع داخله وزير ووئيل برتانيه كښې مېشته پاكستانيان د هېواد اثاثه دي د هغوي د ټولو مسئلو هوارولو هڅې به كولې شي۔ داخله وزير ووئيل د الطاف حسېن په معامله د پاکستان حكومت تحفظات لري۔د برتانيې په خاوره د پاكستانيانو په قتل كښې ككړ كسان انصاف سره مخ كول د ځائ حكومت قانوني او اخلاقي ذمه واري ده۔ په دې موقع لارډ نذير د پاكستاني ټولنې د مسئلو په هوارولو د داخله وزير د هلو ځلو ستائنه وكړه ۔په دې موقع داخله وزير سره برېډ فورډ وېسټ څخه د پارلمان غړي ناز شاه هم وليدل۔









