اېران د ملګرو ملتونو قرارداد رد كړو

تهران 17 نومبر (اے پي پي) اېران د اېران په ضد د ملګرو ملتونو قرارداد د سياسي اهدافو وړ ګرځولو سره رد كړے دے۔ د اېران د خارجه وزارت وياند بهرام قاسمي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په دريمه كمېټې كښې د بشري حقونو په اړه د اېران په ضد د قرارداد په منظورې غبرګون ښودلو سره وئيلي دي چې افسوس دا دے چې حقائق په نظر كښې نه دي ساتل شوي او د قراداد منظوري وركړې شوې۔