خارجه وزير شاہ محمود قرېشي سره د نائیجر خپل همڅنګ کالا انکوراؤ وليدل

APP51-29 NEW YORK: September 29 - Foreign Minister, Makhdoom Shah Mahmood Qureshi met the Foreign Minister of Niger, Kalla Ankouraou on the sidelines of United Nations General Assembly Session. APP

ملګري ملتونه 29 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاہ محمود قرېشي سره د نائیجر خپل همڅنګ کالا انکوراؤ ليدلي۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو غور٬ د كشميريانو د آزادۍ د هلو ځلو د بشپړه ملاتړ او په شريكو اړيكو هم د چاور څرګندونه شوې۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې موقع خارجه وزير شاہ محمود قرېشي د نړيوال امن په مجموعي صورتحال كښې د بهترۍ په حاجت زور راوړو۔ ده د نائیجر خارجه وزير لخوا د اسلامي مرستې تنظیم د رابطه ګروپ غړي په حېث د كشمير كشالې سوله ايز هواري په اړه په كردار لوبولو مننه وكړه۔ د نائیجر خارجه وزير شاہ محمود قرېشي ته د خارجه وزارت په منصب سنبهالولو مباركي وركولو سره ووئيل نائيجر د پاكستان نوي ټاكلي شوي حكومت سره په ګډه د كار كولو خواهش لري دغسې چې د دواړو هېوادونو شريكو رابطو ته لا پراختيا وركړې شي۔ د كشمير كشالې پحقله د خپل عزم پخلي كولو سره د نائيجر خارجه وزير ووئيل نائيجر به د كشميري اولس د سوله ايزو هلو ځلو په لړ كښې د بشپړه ملاتړ عمل به روان ساتي۔ دواړو خارجه وزيرانو په دې موقع سلا وكړه چې د دواړو هېوادونو شريكو رابطو كښې اضافې لپاره به د لوړې كچې پلاوي تبادلې كولې شي۔ په دې موقع شاه محمود قرېشي د نائيجر خپل همڅنګ کالا انکوراؤ ته د پاكستان دورې بلنه وركړه كومه چې ھغه قبوله كړه۔ د دورې د نېټي اعلان به د دواړو هېوادونو سفارتي چارواكي په سلا كوي