شپږم اېشين ټيم ايونټ او اووم سكس رېډ سنوكر چېمپئن شپ به د ستمبر په 19مه نېټه په قطر كښې پېل كېږي

اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) شپږم اېشين ټيم ايونټ او اووم سكس رېډ سنوكر چېمپئن شپ به د ستمبر په 19مه نېټه په قطر كښې پېل كېږي۔ پاكستان بلېئرډ اېنډ سنوكر اېسوي اېشن دې ايونټ لپاره د قومي لوبډلې اعلان كړے چې له مخې به ئې محمد آصف٬ بابر مسيح٬ محمد ماجد علي او محمد بلال ملك په دې ايونټ كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔ اېسوسي اېشن هيله څرګنده كړې چې څلور واړه لوبغاړي به په ايونټ كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه وكړي۔