د اولس مشر ډاكټر عارف علوی د صدارتي منصب ذمه وارۍ ترلاسه كولو په اړه باضابطه فرمان د سوګند پورته كولو دستوره كښې واورولې شو

اسلام آباد ۔ 9ستمبر (اے پی پی) د اولس مشر ډاكټر عارف علوی د صدارتي منصب ذمه وارۍ ترلاسه كولو په اړه باضابطه فرمان د سوګند پورته كولو دستوره كښې واورولې شو۔ د اتوار په ورځ ايوان صدر كښې د سوګند پورته كولو دستورې په پايه كښې د كابينې سېكتر اولس مشر څخه په دې لړ كښې د فرمان پاكستان ګزټ كښې د خپرولو ٬ دا د وسله والو ځواكونو …

اسلام آباد ۔ 9ستمبر (اے پی پی) د اولس مشر ډاكټر عارف علوی د صدارتي منصب ذمه وارۍ ترلاسه كولو په اړه باضابطه فرمان د سوګند پورته كولو دستوره كښې واورولې شو۔ د اتوار په ورځ ايوان صدر كښې د سوګند پورته كولو دستورې په پايه كښې د كابينې سېكتر اولس مشر څخه په دې لړ كښې د فرمان پاكستان ګزټ كښې د خپرولو ٬ دا د وسله والو ځواكونو په ټولو يونټو او د بري ٬ بحري او هوائي ځواكونو په ټولو سټېشنونو د اورولو سره سره ددې نقلونه د ټولو صوبو ګورنرانو ته د لېږلو اجازه وغوښتله او دا فرمان ئې لوستلو سره واورولو۔” ہر گاہ جناب ڈاکٹر عارف علوی اسلامی جمہوریہ پاکستان کے دستور کے تحت صدر پاکستان کے منصب کے لئے منتخب ہو گئے ہیں۔ لہذا اب ہر خاص و عام آگاہ ہو کہ جناب ڈاکٹر عارف علوی نے آج بتاریخ 9 ستمبر 2018ء بحیثیت صدر حلف اٹھا لیا ہے اور اسلامی جمہوریہ پاکستان کے آئین کے تحت اپنے انتخاب کی بناء پر صدر پاکستان کے منصب پر فائز ہو گئے ہیں”۔ يعني هر وګړې دې خبر شي چې جناب ډاكټر عارف علوي د اسلامي جمهوريه پاكستان د دستور ترمخه د پاكستان اولس مشر منصب لپاره ټاكلې شوې دې۔ ځكه هر خاص او عام وګړې دې خبر وي چې ښاغلي ډاكټر عارف علوي نن د ستمبر په 9 مه نېټھ كال 2018ﺀ د اولس مشر په حېث سوګند پورته كړې دې او د اسلامي جمهوريه پاكستان د آئين ترمخه د خپلې ټاكنې په بنياد د پاكستان اولس مشر منصب ته رسېدلې دې۔ دې څخه وړاندې ستر قاضي مياں ثاقب نثار د نوي ټاكلي شوي اولس مشر څخه دده د منصب سوګند واخست۔ وروستو قومي ترانه وغږولې شوه۔

مزید خبریں