پنډۍ ۔09 ستمبر(اے پی پی) امنيتي ځواكونو د معلوماتو په بنياد آواران ته نزدې جھاؤ سيمه كښې د بي اېل اېف ترهګرو په ضد كاميابه كارروائي كړې ده۔ د آئي اېس پي آر ترمخه د اتوار په ورځ د شويو عملياتو په مهال 4 ترهګر ووژل شول او لوئې مقدار كښې وسله او چاؤدېدونكي توكي قبضه كښې واخستلې شول۔ وژلې شوي ترهګر د روان كال په پېل كښې ماشكي ته …
د امنيتي ځواكونو آواران ته نزدې جھاؤ كښې د بي اېل اېف ترهګرو په ضد كاميابه كارروائي
پنډۍ ۔09 ستمبر(اے پی پی) امنيتي ځواكونو د معلوماتو په بنياد آواران ته نزدې جھاؤ سيمه كښې د بي اېل اېف ترهګرو په ضد كاميابه كارروائي كړې ده۔ د آئي اېس پي آر ترمخه د اتوار په ورځ د شويو عملياتو په مهال 4 ترهګر ووژل شول او لوئې مقدار كښې وسله او چاؤدېدونكي توكي قبضه كښې واخستلې شول۔
وژلې شوي ترهګر د روان كال په پېل كښې ماشكي ته نزدې په پوځي قافله بريد كښې ككړ وو د كوم په نتيجه كښې چې 5 عسكر وژلې شوي وو۔ د آئي اېس پي آر ترمخه د اتوار په ورځ د عملياتو په مهال د ډزو تبادلې په نتيجه كښې يو اهلكار رمز علي شهيد او يو بل اهلكار نائيك يعقوب په ګولۍ لګېدو سره ژوبل شو۔ د شهيد شوي اهلكار رمز علي تعلق د سندھ خېر پور ميرس سره وو











