د جشن آزادې فټ بال ټورنامنټ د كوارټر فائنل مقابلې به ﴿نن﴾ پېل كېږي

اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) د جشن آزادې فټ بال ټورنامنټ د كوارټر فائنل مقابلې به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ په جناح سټېډيم كښې پېل كېږي۔ په وړومبي كوارټر فائنل كښې به د اكبر كلب مقابله قائداعظم كلب سره كېږي۔ د اسلام آباد فټ بال اېسوسي اېشن عمومي سېكتر سيد شرافت حسېن بخاري له مخې په ټورنامنټ كښې به 32 لوبډلې برخه اخلي كومې چې په دوه ډلو كښې وېشل شوې دي۔