اسلام آباد ۔ 30 اګست (اے پی پی) د اوپن پوهنتون تعليمي خذمات د قدر وړ دي۔ په اوسنيو كلونو كښی د ګړد هېواد په كچه د نېټ ورك د پراختيا ٬ د طالبعلمانو اسانيو كښې د زياتوالي او د پوهنتون مجموعي ترقۍ له د پورته كړې شويو ګامونو په نتيجه كښې د طالبعلمانو شمېره كښې د ريكارډ زياتوالي كرېډېټ د پوهنتون وائس چانسلر پروفېسر شاهد صديقي ته ځي۔ بنديوانو …
د اوپن پوهنتون تعليمي خذمات د قدر وړ دي۔ بنديوانو ٬ معذوره وګړو او نرښځيانو ته وېړيا تعليم وركول د اوپن پوهنتون د ستائنې وړ ګامونه دي۔ حكومت به دې ګامونو له د اوپن پوهنتون هر ډول مرسته كوي۔ د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود علامه اقبال اوپن پوهنتون كښې د قامي ګرېجوېټ كنفرنس اختتامي دستورې ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 30 اګست (اے پی پی) د اوپن پوهنتون تعليمي خذمات د قدر وړ دي۔ په اوسنيو كلونو كښی د ګړد هېواد په كچه د نېټ ورك د پراختيا ٬ د طالبعلمانو اسانيو كښې د زياتوالي او د پوهنتون مجموعي ترقۍ له د پورته كړې شويو ګامونو په نتيجه كښې د طالبعلمانو شمېره كښې د ريكارډ زياتوالي كرېډېټ د پوهنتون وائس چانسلر پروفېسر شاهد صديقي ته ځي۔ بنديوانو ٬ معذوره وګړو او نرښځيانو ته وېړيا تعليم وركول د اوپن پوهنتون د ستائنې وړ ګامونه دي۔ حكومت به دې ګامونو له د اوپن پوهنتون هر ډول مرسته كوي۔ ددې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير علامه اقبال اوپن پوهنتون كښې د قامي ګرېجوېټ كنفرنس اختتامي دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د موجوده حکومت په قومی ترجیحاتو كښې تعلیم مركزي اهميت لري۔ ده ووئيل د تعليم په څانګه كښې درې لويو چېلنجونو سره مخ يوو ولې حكومت ددې د مقابلې عزم لري۔ په دې چېلنجونو كښې 25 ملینه د سكول څخه بهر كوچنيان تعليمي نېټ كښې شاملول ٬ په تعليمي نظام كښې فرق ختمول او د تعليم معيار كښې اضافه كول شامل دي۔ دستورې ته د پوهنتون وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر شاهد صديقي هم خطاب وكړو۔ ددې قومی ګریجویټ کانفرنس اھتمام آفس آف ریسرچ انوویشن اېنډ کمرشلائزیشن كړې وو۔ په كنفرنس كښې د 27 پوهنتونونو طالبعلمانو ګډون وكړو۔ په دوه ورځې كښې 350مقالې وړاندې كړې شوې۔ د دستورې په پايه كښې وفاقي وزير كنفرنس كښې دغوره كاركردګۍ ترسره كوؤنكو ترمينځه اسناد او شيلډز ووېشل۔











